ټولنیزې رسنېو کې د حقاېقو وېل د ستونزو پېدا کېدل دي!

نن سبا تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده په ټولنیزو رسنېو کې د حقایقو وېل په ښه توګه برملا او ښکاره کېدای شي، ځوانان، مدني فعلان او ژورنالستان د همدې ټولنیزو رسنېو له لارې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې آسانې سره خپل نظر او د خلکو ستونزې تر چارواکو رسوي او همدارنګه د سالم او پر ځای نیوکې لپاره يې هم کاروي خو د دې پر ځای چې دغه سالمې نیوکې او نقد ومنل شي او پرې کار وشي خو برعکس لیکوال د چارواکو او زورواکو لخوا شکنجه کېږي او تحدېدېږي چې دا کار د بیان د آزادې څخه سرغړاونه ده .
نن سبا ګورو چې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې د همدغو ټولنیزو رسنېو له لارې حل کېږي او د چارواکو تر غوږو رسېږي او اړینه ده چې د دغې برخې فعالین دې پرېښودل شي او مخه يې ونه نیول شي
په تېرو څو میاشتو کې موږ د دې شاهدان وو چې ېو شمېر فعال ځوانان چې په ټولنیزو رسنېو کې فعالیت کول د ېو شمېر د بیان د آزادې د مخالفو او چارواکو لخوا شکنجه شوي او رټل شوي دي
موږ ورځ تر بلې ګورو چې د ټولنې د مختلفو برخو لپاره په ټولنیزو رسنېو او شبکو کې کار کېږي چې پایله مثبت هم ښودل شوې
له دولت او چارواکو مو غوښتنه دا ده چې باید هغه ځوانان او مدني فعالان چې د ټولنیزو رسنېو له لارې مثبت فعالیت کوي او د ټولنې ستونزې په حقیقي توګه تر چارواکو رسوي که څوک دوې ته ستونزه پیدا کوي باید د هغوې مخه ونیول شي تر څو دوې د بیان د آزادې څخه په استفادې سره فعالیت وکړي.
ټولو خلکو ته معلومه ده چې په افغانستان کې ژورنالستان او لیکوالان هر وخت د ستونزو سره مخامخ دي چې همدغه ستونزې د چارواکو او زورواکو لخوا دوې ته پېدا کېږي .
خو تر دې دمه هېچا غږ پورته نه کړ چې ولې د بیان د آزادې مخه نیول کېږي او ولې دوې کوښښ کوي چې د حقیقتونو د ښکاره کولو مخه نیول کېږي؟