د يوي پراخي غونډي پرمهال دامیر کروړ ادبي او فکري بهیر اود ښځو لپاره د لوي ادې ادبي او فرهنګي ټولنه هغه مهال پرانیستل سوې چي دګڼ شمیر شاعرانو ترڅنک پکښي لیکولانو،ځوانانو،ښځو اود اداب مینوالو ګډون درلود.
د غونډي په پيل کي دپلازميني کابل نه رالیږل سوي تلیفوني او کتبي پیغامونه دولسمشر دسلاکار اسدالله غضنفز، هلمند والی حیات الله حیات، استاد محمداسماعیل یون، دعلومو د اکاډمي ریسه ثریا پوپل، د سرمحقق زلمي هیوادمل، ډاکټر احسان الله درمل ، او شریف الله دوست پیغامونه د غونډي برخوالو ته وړاندي سول،دوي په خپلو پیغامونو ددې نیک او ستر اقدام ستاینه وکړه او دا اقدام یې د هلمند په اوسني حساس حالت کي ستره فرهنګي مبارزه وبلل او زیاته يې کړل چي خوښ یوو دغم،ويراو جنګ د خبرونو ترڅنګ دا ډول دخوښيو او فرهنګي هڅو خبرونه اورو دوې په خپلو پیغامونو کي دهلمند مدني ټولني د مشر سردارمحمد همدرد او د هغه دهم سنګرو څخه دمنني ترڅنګ د خپل هر راز همکاریو ژمنه وکړه.
سردارمحمد همدرد زياته کړه چي دداسي هڅو څخه يې یوازي هدف دځوان نسل شعوري او فکري روزل دي همدرد زیاته کړل چي دامیر کروړ ادبي او فکري بهیر به نه یوازي دمشاعري اوشاعري لپاره وي بلکي دا به دځوان نسل دفکر جوړوني لپاره تر ټولوښه روزنيز مرکز وي ځوانان به ادبي،علمي،او فکري سمینارونه اخلي او دهغو په اړه به هر اړخیزه څیړنه او تحقیق کوي ددې بهیر لپاره محمد اسماعیل شریعت یار دمشر په ټوګه وټاکل سوو.
او د لوي ادې ادبی او فرهنګي ټولنه به دښځو په برخه کي خپل فعالیت ترسره کوي چي دا په وخت کي دهلمند په کچه دښځینه شاعرانو او لیکولانو لومړني ټولنه ده چي دښځینه شاعرانو او لیکولانو د منسجم کولو لپاره به کارکوي.
دامیرکروړ ادبي او فکري بهیر مشر محمد اسماعیل شریعت یار زیاته کړه چي ژمن يوو چي خپلي ژبي اوکلتور ته به کارکوو او دا مو مسولیت دی
هغه پرځوانانو ږغ وکړ چي ددې بهیر په پرمختګ دي ورسره مرسته وکړي ځکه چي دا بهیر یوازي دهغه نه بلکي دټولو هلمندي ځوانانو دي.
او غونډه دڅو شاعرانو دشعرونو د ویلو څخه وروسته په خاتمه دعا پاي ته ورسیده.
وروستي