د سالنګونو په واورو کې د مزار ګردونه

د سهار په شنه خړه کې له خواږه خوبه د ډاکتر صیب توریالي په زنګ راپورته شوم په منډه مې اودس او لمونځ وکړو ترڅو په ټاکلي وخت د موټرو تم ځای ته ځان ورسوم، خو د ډاکتر صیب دې کور ودان وې موټریې د کابل شاه دوشمیره مسجده پورې راوستي وو، د ځان کالیو د نیمګړې غوټي سربېره مې د ازمویني سوالونه په منډه له ځان سره واخېستل او په ټکسی کې مې ځان ور ورسوه او د کابل د حضورې چمن له څنګه مو قیام الدین اریوبي هم پورته کړ او دده سبز سړک له لیارې مو مخ پر مزار شریف خپل سفر پیل کړ.
موټر چلوونکې چې د مزار اوسیدونکی وو له پیژندنې وروسته مو د مزار په اړه ورسره خبرې پیل کړي موټر چلوونکی پوه شو چې د دوی مزار ته تګ یې لومړی ځل دی نو د مزار د کیسو ترڅنګ یې د لارې په اوږدو کې هم ځای ځای معلومات راکول ځکه نوموړی ویل څوارلس کاله کېږي چې د کابل مزار په لویه لاره موټر چلوي نو په همدې خبرو کې د باګرام دوه لارې ته ورسیدو او د چاریکارو ښار په لورې له لږ مزل وروسته ډریور وویل په دا کیڼ لاس کې دا برجه وره قلعه د پخواني جهادي قوماندان حاجی الماس ده، حاجی الماس اوسمهال دولسي جرګي وکیل دی چې د تنظیم واکۍ پرمهال د حزب غړی پاتې شوې نو ډریور ویل ده ښاغلي دغه ټوله شتمني په باګرام کې د امریکایانو له برکته پیدا کړه ګنې ده پخوا هیڅ هم نلرل دیته ورته جهادي قوماندانانو د پلازمینې په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو د ملت له وینو څخه زیاتي شتمني پیدا کړي دي او په دې ویاړ هم کوي چې دوی له همدي لپاره جهاد کړی نو ځکه د شتنمنیو خاوندان دي، د پنجشیر یو پخوانی جنګسالار اروښاد مارشال فهیم هم په یوه ویډیو کې په دې اعتراف کړي او ویلی که د قانوني لارو مخکي تللی وي نو یوازې به یې په مکرویانو کې یو اپارتمان درلوده خو چې جهاد یې وکړ هم مارشال او هم ملیاردر شو.F:Mazar Sharif20161205_100025.jpgF:Mazar Sharif20161205_094347.jpg
نو د چاریکارو له بازاره په وتو کې مو سترګي موټر چلوونکی یوې لوحی ته کړي چې پکې لیکلي وی (ریس جمهور منتخب افغانستان ډاکټر عبدالله عبدالله) په موټر کې نورو ملګرو هم ویل دې ریشخند ته وګوره  په همدې وخت کې د مټک پله باندې ورښکته شو نو دلته ټکسیوان اواز کړو چې دا مټک او په کوزه پښتونخوا کې اټک سره وروڼه ول مټک دلته میشت و چې د کورنۍ جګړي ملي اتل احمدشاه مسعود په بل مخ د خلکو پر مخ نړولي وو له جبل السراجه تېر شو په سالنګونو کې مو د سهار ناشته وکړه نو ملګرو ویل بیړه کوئ د سالنګ کوم تونل کې بند پاتې نشو نو په همدې موخه مو ژر حرکت پیل کړ.
په سالنګونو کې که څه هم واورې پرتې وي او په سړک باندې له غرونو څخه د واورو اوبو ځای ځای خټي هم جوړي کړي وي خو د سالنګونو سړک ډېر په بد حالت کې یو ځکه ټول بېرته خام شوې وو او په هرتونل او ځای کې د موټر د ټکر کیدو او چپه کیدو احتمال زیات وو نو دلته په تېرو پنځلسو کلونو کې راغلو ملیاردونو مرستو ته فکر یوړم چې دومره ډالر راغلل د سالنګونو جنوبي او شمالي جنګسالاران پکې هم ملیاردارن شول خو دا وطن هماغسی کنډو کپر پاتې شو، د سالنګونو په واروینو څوکو کې مو څو ځایه انځورونه هم واخیستل په یو ځای کې مو سترګي پر یو قبر ولګیدی موټر چلوونکي ویل دا موړ او قبر د کلینر په نامه دی او هغه ځکه په پخوا وختونو کې موټر په ډېری سختۍ په سالنګونو ختل چې یو موټر له سپرلۍ ډک شاخواته روان وو کلینر د لسګونو  سپرليو د ژغورلو په خاطر خپل ځان د موټر ټایر ته اچولي وو ترڅو خلک وژغوري نو هماغه وو چې خپل ځان یې له لاسه ورکړ خو نور یې وژغورل. F:Mazar Sharif20161205_130041.jpg
بغلان:
د بغلان ولایت دحنجانو ولسوالۍ پورې سړک ډېر خراب وو او له حنجانو څخه تر دوشي پورې هم سړک کنډو کپر شوې خو معلومیده چې پوخ شوې دی، د حنجانو او دوشي ولسوالیو نومونه مو په کوچنیوالي کې د تنظیمي او د طالبانو سره د جګړو پرمهال له راډیوګانو څخه زیات اوریدلي وو. په حنجانو او دوشي ولسوالیو کې د اغاخان مربوط اسماعلیان هم اوسېږي چې زموږ د هېواد پخوانی سیدکیان هم ددې سېيمي اوسیدونکي او اوسني جعفر نادريان هم د یادو ولسوالیو دي په دغو ولسوالیو کې د هېواد د بیلابیلو قومونو پورې تړلې خلک ګډ ژوند لري.
 د دوشي ولسوالۍ څخه وروسته د بغلان د پلخمري ښار راځي تر ښاره پورې له اوبو ډک سیند او غرونه را سره مله وه پلخمري ښار هم د کابل مزار په لویه لاره د غره په غیږ کې د سیند پر څنډه اباد دی چې زیات د پراخیدو امکان نلري پلخمرې ولسوالۍ ته د ډاکټر نجیب الله د واکمني پرمهال ولایت رالیږدول شوې دی هغه مهال په مرکزی بغلان کې د مجاهدینو او حکومتي ځواکونو جګړي سختي شوې نو د وخت ریس جمهور په امر ولایت دلته رالېږدیدلی دی اوسمهال هم په بغلان ولایت کې داسي هڅي کېږي چې ولایت بېرته اصلي ځای یانې مرکزی بغلان ته ولیږدول شي او هغوی دلیل راوړي چې د ډاکټر نجیب الله د واکمني پرمهال دولایت انتقال د جنګي شرایطو په اساس شوې وو او له بلې خوا د پلخمرې ښار د پراخیدو امکان نشته  خو د پلخمرې خلک بیا وایې اوس ولایت دلته را لیږدول شوې او همدلته دې پاتې وي خو په هر صورت دولت باید په دې اړه خپل تصمامیم کره او عملي کړي چې خلکو ته د ژوند سهلتوته برابر شي.
د پلخمرې له ښاره د مزار په لورې په غځیدلي سړک یوه سېمه د چشم شفا په نامه یادیده په دغه سېمه کې یوه د اوبو چینه ده د خلکو د راویاتو له مخي هرڅوک چې پکي ولمبي نو هغه ته الله شفا ورکوي نو ځکه په همدې نوم مسما شوې ده له پلخمري څخه بیا نیولی تر دښتي پورې زراعتي ځمکي پراخي پرتې وي چې تازه ترې شولي ربیل شوې ښکاریدي خو شنه غنم پکې کرل شوې وه او دغه سیمې په ونو بانډې هم پوښل شوې وې د سړک کیڼ لوري ته د ډنډ شهاب الدین سېمه او د سړک ښي لورې ته د ډنډغورې ولسوالۍ موقیعت لري چې د پلخمرې له ښار سره په څو کیلومترۍ کې واټن لري.
د بغلان او سمنګانو ولایت ترمنځ یوه لویه دښته ده که د اوبو سیستم ورته چمتو شي نو د ټولو شمالي ولایتونو لپاره خوراکي مواد برابرولي شي. د سمنګانو ولایت د ابیکوښار د پلخمرې په نسبت په هواره ځمکه کې د سړک پر سر کیڼ لورې ته اباد دی د سمنګانو ښار ته څېرمه مو په یو هوټل کې د غرمني سربېره د ماسپښین لمونځونه هم وکړل د دغه ولایت د بادامو او قرتو راته زموږ موټرچلوونکې زیات توصیف وکړه .
سمنګان:F:Mazar Sharif20161208_072432.jpgF:Mazar Sharif20161208_072223.jpg
د سمنګانو ولایت له تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه یو ډک ولایت دی مرکز یې د ایبک په نامه یادېږي د لویې لارې کیڼ لورې ته واقیع دی ‎، ابیک که څه هم لوی ښار ندی خو د مدني ، فرهنګي او تاریخي ځایونو له پلوه یو بډای ښار بلل کېږي که چېرې په افغانستان کې د سړکونو د تنظیم سربیره د امنیت له پلوه سم سمکي شو نو د هېواد هره برخه په لیدو ارزي، نو د ابیکو په ښار کې د زیاتو تاریخي او فرهنګي میراثونو له جملي څخه د رستم تحت سېمه مو ولیده دغه د رستم تحت سېمه د ښار څخه جنوب لورې ته په یو نیم کیلومترۍ واټن کې د غرونو په غیږ کې اباده ده.
رستم تحت:F:Mazar Sharif20161205_151314.jpg
د رستم تحت په لوړه غونډه کې له تراشل شوې لویې ډبرې څخه داسي ګرد په مهارت جوړ شوې چې د اوسني ټیکنالوژي باوجود یې که څوک یې د جوړولو توان هم ولرې موږ له دغه ځایه لیدنه وکړه د ویناوو له مخي دا د بودا د وخت څخه پاتې شوې اثار دي، دغه د رستم تحت له یوې ګردي ډبرې جوړ دی د ننوتو او وتو دوه دهلیزونه لري چې لوړوالی یې نهه مترو ته رسېږي د ډبرې په سر کې یوه خونه ده چې ویل کېږي دلته به رستم خپله کیناسته، ددغې ډبرې لاندې بیا په غونډیو کې لوې لویې سمڅي جوړې شوېدي دلته  یې خلک اوسیده چې د خپل ژوند تېرولو لپاره دننه په سمڅه کې بازار هم  درلوده نو له دې څخه معلومېږي چې د سمنګانو ایبکو ښار د بودا د وخت یو له مهمو ځایونو څخه شمېرل کیده نو که د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نورو اړوندو ادارو سره په ګډه ددغو اثارو د رغونې ترڅنګ د ساتنې ګامونه پورته کړې نو د سیلانیانو له درکه به د هېواد ملي بودیجی ته زیات عواید جمع شي.
له سمنګانو وروسته په لاره کې د صیاد په نامه یوه سېمه راځی ددغی سیمې مستي زیاتې مشهورې دی موږ هم پکې مستي وخوړي او رښتیا یې هم مستي له نورو مستو سره په دې کې توپېر وه چې ډېرې خوږي او ټینګي وي څرنګه چې د سيمي صیاد نوم وو نو همداسي د ښکاریانو سیمي ته ورته یوه سېمه ښکاریده له یادې سیمې وروسته د تاشقرغان (خلم) تنګي ته ورسیدو دغه تنګی د وریښمین تنګي په نسبت ډېر کوچني او له یوه موټره پرته دویم موټر ورسره په خوا کې هم نشي تیریدلي،د تنګي سیمه د سیلابونو له امله نړیدلي وه چې د بیارغونی کار یې دوام درلوده د خلم ولسوالۍ په بلخ پورې تړلې ده خو د خپل ستراتیژیک موقیعت له مخي درې ولایتونه د درې لارې پواسطه تړي
بلخ:F:Mazar Sharif20161205_154359.jpgF:Mazar Sharif20161206_102904.jpg
له خلم څخه د مزار شریف تر ښاره پورې نږدي پنځوس کیلومتره واټن دی له ښاره شااوخوا شل کیلومتره واټن کې د حیرتانو د بندر لاره تاوې شوې ده دغه لاره زموږ هېواد د ګاونډی ازبکستان له هېواد سره تړي. مزار ښار ته د داخلیدو وړاندي د پولیسو د څار پوسته وه دا داسي پوسته نه وه لکه د جلال اباد ښار او پلازمینې کابل ته د داخلیدو پوستي چې په موټر کې سپرلیو ته ووایی له کوم ځایه راغلي یاست او ورځه خو د مزار ښار ته د داخلیدو لپاره د تلاشي په دغه پوسته کې د ګړندیو موټرو، بسونو، او د دولتي موټرو بیلابیلې لارې دي او له  موټره به ښځي او سړي ښکته کیدل هلته په غرفو کې ناستو ښځینه او نارینه پولیسو به یې د تلاشي ترڅنګ راجستر هم کیده په مزار کې چېرته اوسي او چا کره ځي نو ددغی تلاشي له تیریدو وروسته د مازیګر په خړه کې د روضی څنګ ته یو هوټل چې د برات په نامه یادېږي ورسیدو او همالته مو واړول.
سهار د  شاور اخېستو او سهارنۍ وروسته په یوې ټیکسي کې د بلخ د پوهنې ریاست ته لاړو ریاست  په یوه امن لرونکې سېمه کې چې شااوخوا د امنیتي تدابیرو له امله کوڅی بندي وي او د ولایت مقام ته نږدي وو موقیعت درلوده، د پوهنې په ریاست کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال خونې ته لاړو نو هلت د لاجمیر افغانزی په نوم یو هلک باندې مو سترګي ولګیدی، لاجمیر یو میلمه پال ځوان وو له موږ سره یې ښه تود روغبړ وکړ او د خپل سفر اجنډا مو ورسره شریکه کړ نو هغه په ورین تندي زموږ ښه راغلاست ووایه او کارونه مو ښه ترسره شول.
مزار هم یو لرغونی او تاریخی ښار دی چې په خپله غیږ کې لویې علمي ، فرهنګي، سیاسي سټي یې هم روزلي دي چې اوسمهال زموږ د هېواد ویاړونه دی. بلخ د ښارونو د مور په نوم هم یادېږي په مزار کې د حضرت علی کرم الله وجهه په نوم مقبرې د مزار ښکلا او تاریخی ارزښت نور هم پیاوړی کړی او دغه مقبره د تیموریانو په وخت کې جوړه شوې ده روضه په یو پراخه ځمکه کې موقیعت لري چې شااوخوا یې تفریحی پارک دی چې ګڼ خلک یې لیدو ته راځی او په غربی څنډه یې د یو پراخ مسجد د جوړولو چارې هم رواني دي. خلک فکر کوي دلته د حضرت محمد (ص) څلورم یار یانې حضرت علی کرم الله وجهه خښ دی نو په همدې لحاظ خلک زیات دغی روضی ته درناوې لري او حتی ځینی خلک د زیارت پرمهال بغاوت هم کوي د زیارت ته دننوتو په خوله کې یوه لوی زیړ دیګ چې قلفونه ورته پراته دي ایښي دی نو خلک ددغه دیګ قلفونه کش کوي داسي فکر کوي چې په زړه کې څه ارمان وي نو هغه به ورته خدای پوره کړي نو ښځي له سړیو یو څه وړاندي قدم اخلی خپل کوچني ماشومان هم ورلاندي اچوي او بېرته شا خوا ته حرکت کوي په هېواد کې شته علماکرام باید د زیارتونو اداب باید خلکو ته واضح کړي چې څه ډول یو زیارت کېږي.F:Mazar Sharif20161207_160901(0).jpg
په بلخ کې د بودایانو او زردشتیانو د وخت اثار هم زیات لیدل کېږي نو په همدې لحاظ بلخ یو تاریخی ښار بلل کېږي او له بلې خوا په دا تېرو پنځلسو کلونو کې زیات انکشاف یې هم کړي دی څلور لارې او چوکونه  یې ښه رغول شوې او نورې پراختیا زمینه ورته هم برابره ده.
په شمال او په ځانګړې توګه په بلخ کې میشتو قومونو انډول تقریبا هم سره برابر دی خو په بلخ کې تر نورو قومونو زیات پښتانه ډېر محکوم ښکاریده ځکه په ښکاره توګه یې په ښار کې کوم څرک نه معلومیده او د پښتنو د محکومیت لړۍ د طالبانو له سقوط وروسته د کرزی په دوره کې په تیزۍ پیل شوې ده د بلخ ولایت په واک کې پښتنو ته د نورو قومونو په پرتله کمه ونډه ورکړل شوې او د طالب او نورو نومونو په تورنولو سره زیات ګواښل شوې او کېږي په همدي اساس په دویم قدم کې ازبک او په دریم قدم کې هزاره قوم دی نو د اساسي قانون له مخي د هېواد ټول وګړي مساویانه حقوق لري او هیڅ قوم او وګړی یو پر بل باندې برترې نلري که څه هم د ولسمشر غني د کمپاین پرمهال ورته شعار هم وو خو متاسفانه په عمل کې پیاده نشو په بلخ کې واک یوازې د یو قوم له جنګسالار سره انحصار دی او هغه چې هرڅه وغواړي په خلاص زړه یې کولای شي نو په همدي لحاظ په بلخ کې د سیاسي ، علمي او فرهنګي لحاظه تشه موجوده ده او ټولو قومونو ته مساویانه کار نه کېږي د یو بلخي ځوان په وینا چې په امنیتي اورګانونو کې هم کار کوي وایې په دغه ولایت شاید ټول ټال شپیته اویا اویا کسه وسلوال مخالفین موجود وي خو دلته د یو مشخص قوم په هر کور کې په همدومره شمېر کې وسله موجوده ده. F:Mazar Sharif20161207_171744.jpg
د نوې نسل په را دبره کیدو سره یو څه د خلکو هیلي هم غوړیدلي او دغه ځوانان هڅه کوي یو څه خپل ولس او سېمي ته د تعلیم په اساس د شعور او فکر ورکولو لړۍ وغځوي ځکه زموږ د ستونزو د خلاصون یوازینې لاره پوهنه ده نو که زده کړې وکړو نو هره ستونزه په اسانۍ سره حل کولای شو ددغو ځوانانو له جملي څخه په مزار شریف کې د ځوان زبیح الله احساس هڅی د ستایلو دی نوموړی په یوازې ځان چې څو تنه خواخوږي یې ملګرتیا کوی د ولس د ویښتابه لپاره د خوشال بابا په نوم د کتابتون ترڅنګ د خپلې راډیو، اونیزی او مجلی له لیارې خپرونې کوي ترڅو نوې نسل زده کړو ته وهڅوي نو په هېواد کې له میشتو سوداګرو او خواخوږو مینوالو څخه هیله کوو چې په خپلو مرستو سره په شمال او په ځانګړې توګه په بلخ کې ددغو ځوانانو د ویښتابه لپاره د زبیح احساس هڅي نورې هم پیاوړي کړي.
حیرتان:
حیرتان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي له دغی لارې هره ورځ په لسګونو بار وړونکي لارۍ د پولې دیخوا او اخوا تګ راتګ کوي دغه بندر د دوه هېوادونو سوداګریزو اړیکو سربېره سیاسي اړیکي هم سره پیوندوي د حیرتانو بندر له لیارې افغانستان د ازبکستان او د هغه پواسطه د مرکزی اسیا له نورو هېوادونو سره وصلېږي نو په همدې لحاظ دغه بندر یو ستراتیژیک ارزښت لري.
حیرتان د  مزار له ښاره په سل کیلومترۍ واټن کې شمال لورې ته موقیعت لري په حیرتانو کې د امو سیند پر سر یو لوی پل دی دغه پل دواړه هېوادونه سره نښلوي او په اتیاومه لسیزه کې د پخواني شوروې اتحاد سرې لښکرې هم ددغه پل له لیارې افغانستان ته را ننوتې وي. د حیرتانو په بندر کې څو کاله وړاندي سوداګرۍ هم په اوج کې روانه ده خو په دې وروستیو کې د اوسپینزي کرښي د جوړیدو له کبله یې یو څه سوداګریزې اړیکي ټکني شوې دی ځکه سوداګرۍ مزار ښار ته نږدي ګمرګ او هوايې ډګر ته رالیږدول شوې ده.
د امو سیند مو ولیده د امو اوبه خپه زموږ له خاورې تیریدی ځکه د نورو هېوادونو د خړوب سبب ګرځیدای خو زموږ د خړوب پر ځای یې تخریب زیات وه موږ یې د مهار کولو لپاره په دومره میلیاردونو ډالرو کې هیڅ ونډه وانه خېسته او د ازبکستان له لورې پوله جوړه او زموږ لورې ته پوله ګډه وډه او بې خاونده معلومیده خدای داسي وخت راولي چې خپلې اوبه په خپله مهار کړای شو.  F:Mazar Sharif20161206_133426.jpgF:Mazar Sharif20161206_131510.jpg
حیرتانو ته په تلوونکې لاره کې د مالګو او سلفرو یو کان هم موجود وو چې د معدن وزارت له لورې ورته یوه لوحه لګول شوې ده او پرې لیکل شوې دلته د مالګو کانونه شته دي نو هلته په طبیعی شکل له ځمکي څخه ګرمی اوبه راوزي چې سېمه ایز خلک ورته چټلي اوبه وایې خو دغه اوبه سلفر او مالګه په خپل ترکیب لري او د روغتیا له پلوه هم ګټورې دی که څوک پرې ځان ومینځی نو کیدای شي په جلدي ناروغیو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي خو متاسفانه ددغو اوبو د مهار او هلته د ځان مینځلو لپاره داسي کوم پلان موجود نه وو چې خلک ورڅخه ګټه واخلي همدې ته ورته اوبه موږ یو کال وړاندي د یو بهرني سفر پرمهال د افریقا په کینا هېواد کې هم لیدلی وي هلته په سلګونو سیلانیان یې لیدو ته راتلل او هم خلکو ته یې د لمبلو حوضونو جوړ کړی وه نو هم خلکو ته د تفریح لپاره برابر کړي او هم یې له دغی زیات عواید هم ترلاسه کول.
08/12/2016    کامران،   
مزار شریف ، برات هوټل