د شاګردانو روزل په مظلوم او محکوم ډول

 
دا چې په اوسنیو منل شویو ښوونیزو نظامونو کې د معلم او شاګرد تر منځ اړیکه یو تعامل دی یانې دا اړیکه دوه اړخیزه اړیکه ده،ولی په ځینو موارو کې د معلم او شاګرد تر منځ اړیکه داستاني او روایتي بڼه لري،پدې اړیکه کې معلم  د موضوع حکایت کوونکی دی او شاګرد يې اوریدونکی دی.کله کله د محتوا انتقال له ستونزو سره مخ کیږي،پدې مانا چې د معلم خبرې د موضوع سره هیڅ تړاوو نه لري او کاملاً د محتوا د تجربو سره توپیر لري،هڅه کوي چې په همدې خبرو د شاګرد ذهن ډک کړي او تر نورو خبرو خپلو هغو ته ډیر ارزښت ورکوي.مطالب داسې بیانوي چې د هغې په اصلي مفهوم څوک نه پوهوي؛مثلاً د تاریخ معلم د احمد شاه بابا د پاني پت د جګړې په اړه شاګردانو ته یوازې په میخانیکي ډول مالومات وړاندې کوي د دې جګړې په لاملونو اسبابو او پایلو شاګردان نه پوهوي،چې پدې توګه شاګردان محکوم دي او مطالب په میخانیکي ډول زده کوي.د دوی په آند هغه ښه معلم دی چې ډیرې خبرې کوي او هغه ښه شاګرد دی چې په خاکسارۍ سره آرام ناست وي؛نو دلته ده چې ښوونه روزنه ذخیروي عمل کوي،شاګرد د یوه لوښي په څیر دی او معلم د خبرو ذخیره ده چې په لوښي(شاګرد) کې هر څه اچوي او هغه پرې ډکوي د معلم خپله خوښه ده، دې ته بانکداري ښوونه روزنه وايي چې شاګر اخیستونکی ده، ډکیږي او مطالب پکې ذخیره کیږي،چې پداسې حالاتو کې شاګرد هیڅ ډول نوښت نشي کولای،په بانکداري ښوونه روزونه کې پوهه یوه ډالۍ ده چې د معلم له خوا شاګردانو ته چې په هیڅ نه پوهیږي ورکول کیږي.شاګرد ځان غلام ګڼي.خو ښوونه او روزته هڅه کوي چې دا مشکل حل کړي،ولی  په بانکداري ښوونه او روزنه کې دا کار امکان نلري،برعکس دې کار ته دوام ورکوي او ټولنه په یوه ستمګره ټولنه بدلوي.دلته شاګرد یو توافق منونکی او د کنترول وړ موجود دی،په هره اندازه چې شاګرد ډیر ذخیره کوونکی وي په هماغه اندازه د درک او نیوکی برخه کې کمه پراختیا کوي.څومره چې منونکی واوسي په هماغه اندازه غیر نړیوال موجود کیږي.دا کسان په اصل کې سمتګران دي او په مظلومو شاګردانو ظلم او ستم کوي؛ نه غواړي چې هغوی دې نوښتونه وکړي، استعدادونه دې يې وغوړیږي،بالاخره ستونزې يو په بله پسې راځي.غواړي چې شاګردان لټ او د دوی د ذهنیت مطابق عیار شي،بانکداري ښ. ر(ښوونه او روزنه) نر او ښځې ته د ماشیني انسان په توګه ګوري یانې دوی باید له انسان نه د ماشین په توګه استفاده وکړي.خو انقلابي روزونکي بیا دا حالت نشي زغملی او پدې لټه کې وي چې شاګردانو کې انتقادي تفکر وروزي،نه دا چې هر څه په پټو سترګو ومني.نو د دې لپاره باید د ستمګرانو قدرت ورو ورو ختم شي.ځینې په بانکداري سیستم نیوکه په دوو برخو ویشي لومړی فرد یوازې په نړی کې دی، نه د نړی سره او دویم فرد یوازې یو تماشه کوونکی ده،نه نوښتګر.نو پدې خاطر فرد یو باخبره او پوه نه دی؛ډیری شیان دي چې موږ يې خپل ګڼو،خو هغه زموږ د وجود برخه نه ده لکه زما میز،زما کتاب...د بانکداری له مفکورې نتیجه اخیستل کیږي چې معلم د لارو برابرونکی ده تر څو نړی په شاګرد کې د ننه کړي.د بانک کارمند روزونکی پدې نه پوهیږي چې دی هيڅ حقیقي مصؤنیت نلري او هیڅوک نشي کولای چې په چا ځان تحمیل کړي،مجبور دی چې د شاګردانو سره حقیقي اړیکه ټینګه کړي.معلم د شاګردانو لپاره فکر نشي کولای،بلکې باید حقیقي فکر د هغوی د سمې روزنې لپاره وکړي.بانکداري ښوونه روزنه جسدونه وژني،چې د مړه جسد ولا هغه چا سره علاقه لري کوم چې وده نه کوي او میخانیکي وي.پدې ښ.ر. کې د ابتکاراتو مخه نیول کیږي،استعدادونه وده نه کوي او فرد نشي کولای چې له خپلو استعدادونو څخه ګټه اوچته کړي بالاخره دا يې د زړه تنګوالي او غوسې سبب کیږي.په بانکداري ښ.ر. کې د شاګرد استقلال حس له منځه ځي هغه په یوه منفعل او غلام کس بدلیږي.له بده مرغه دلته ځینې کسان دي چې ځانونه د آزادی پلویان بولي،خو په حقیقت کې دوی هم د بانکدارۍ ښ.ر پر مخ وړي.هغوی چې آزادي پلوه دي باید د بانګداری سیستم رد کړي،انسان د یوه هوښیار موجود په حیث قبول کړي.معلم باید د شاګرد سره داسې دوه اړخیزه تعامل وکړي چې په هغه کې هر څوک د استقلال احساس وکړي، استعدادونه پکې وده وکړي، یو د بل نه مسایل زده کړي او ستونزې سره حل کړي.
په پایله کې ویلای شو چې د بانکدارۍ په ښوونه او روزنه کې شاګرد مظلوم دی،په هغه څه محکوم دی چې په پټو سترګو هر څه باید ومني،کاملاً د یوه بې پایه استبدادي ماحول تر تأثیر لاندې دی،د ده استعدادونه یو په بل پسې وژل کیږي،حتی شاګرد ته انسان په نظر نه کتل کیږي او د هغې غوښتنې، اړتیاوې او تمایلات په نظر کې نه نیول کيږي.په مقابل کې معلم یا سمتګر کس ځان هر څه ګڼي،یوازې دی ده چې له هر څه خبر دی او هغه څه چې ستمګر کس يې وايي د کاڼې کرښې دي.د داسې ښوونې او روزنې دوام په یوه سیمه کې استعدادونه،د نوښت ځواکونه له خاورو سره خاورې کوي او ټولنه په ځانګړي توګه د شاګردانو ذهنیتونه په غلامانه انداز روزي،چې په اسانۍ سره بیا په هر ډګر(سیاسي،فرهنګي او علمي)کې د نورو غلامي قبلوي.
په درنښت
سیدشاه ګل ویاړ