بان کي مون ښايي د جنوبي کوریا ولسمشرۍ ته کاندید شي

 
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون داسې اشاره کړې، چې ګني ژر به د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ لپاره ځان ونوموي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د ښاغلي مون د مشرۍ پړاو د روانې دسمبر میاشتې تر پایه ختمېږي.
د سرمنشي په توګه په وروستي خبري کنفرانس کې نوموړي وویل، له څه ارامۍ وروسته به جنوبي کوریا ته ستون شي او د خپل هېواد د خدمت لپاره به غوره لارې چارې ولټوي.
په پام کې ده چې د جنوبي کوریا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۷ دسمبر میاشت کې وشي.
خو د دغه هېواد پارلمان وروسته تر هغه په دوو میاشتو کې د ټاکنو ترسره کېدو په پلوۍ رایې ورکړې، چې د هېواد مشره پارک ګوین های د فساد په یوه قضیه کې د لاس لرلو په تور له واکه د لرې کېدو له ګواښ سره مخامه ده.
پر هغې تور دی چې ګني له واکه یې په ناوته ګټې اخیستو سره خپلو نژدې ملګرو ته فساد ته لاره هواره کړې.
که د اساسي قانون اړوند محکمه له هغې پوښتنې ګروېږنې وکړي، نو دا به لومړی ځل وي چې په دیموکراتیکه فضا کې د جنوبي کوریا لومړۍ ښځینه ولسمشره له خپل واکه لیرې کېږي او ټاکنې به د ۶ ورځو په درشل کې ترسره شي.
د اساسي قانون اړوند محکمه به په ۱۸۰ ورځو کې خپل وروستی حکم اعلانوي.
بان کي مون دا څرګندونې د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې له پراخو مظاهرو سره هم مهاله کړې دي.
په پام کې ده چې د اونۍ پای کې به ګڼ وګړي د اغلې پارک د استعفا غوښتنه وکړي او د اساسي قانون له اړوندې محکمې به په رسمي توګه د هغې د لرې کولو غوښتنه وکړي.
که څه هم دا مظاهرې سوله ییزه بڼه لري، خو داسې وېره شته چې محکمې ته څېرمه د اغلې پارک له زرګونو ملاتړو سره د هغې مخالف لاریونیان لاس او ګرېوان شي.
د پارک وکیل لي جونګ هوان وايي، محکمه باید اغلې بارک ته پوره واک ورکړي؛ ځکه چې د هغې د لرې کولو لپاره په کافي اندازه ثبوتونه یا دلایل نه شته.
پر پارک تر ټولو لوی تور دا دی چې ګني خپلې نژدط ملګرې شوای سون سیل ته یې له وکه د ناوړه ګټې اخیستو زمینه برابره کړې ده.
که د اساسي قانون اړوند محکمه له هغې پوښتنې ګروېږنې وکړي، نو دا به لومړی ځل وي چې په دیموکراتیکه فضا کې د جنوبي کوریا لومړۍ ښځینه ولسمشره له خپل واکه لیرې کېږي او ټاکنې به د ۶ ورځو په درشل کې ترسره شي.
داسې انګیرنې هم شته چې ګني واک ته د پارک له رسېدا وروسته، ۶۰ کلنې شوای له پارک سره خپله ملګرتیا نوره هم ټینګه کړه چې وکړای شي د خپلې مؤسسې لپاره پیسې او تبرعات ورجلب کړي او بیا دا پیسې په خپلو شخصي چارو ولګوي.