اڅکزی: د پاکستان له منځه تلل ډېر لرې نه دي

 
د جنوبي پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، که پاکستان د ترهګرو روزنې ته  دوام ورکړي او  هغوی ته خوندي مرکزونه ورکړي، لرې نه ده چې دغه هېواد له منځه ولاړ شي.
محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت اوس هم داسې ترهګر ساتي چې د سیمې هېوادونو ته خطر پېښوي او په وینا یې پاکستان باید دغه خوسا هګۍ ورکې کړي.
د ده په خبره که پاکستان ترهګر وروزي نو ګومان نه کوي چې دا هېواد به هېواد پاتې شي. نوموړي همدا راز ویلي، دی پاکستان د هېواد په توګه نه مني چې بهرنۍ تګلاره یې ای. ایس. ای جوړوي.
هغه وايي پاکستان دې د هغه ترهګرو ډلو په ځپلو کې ګام پورته کړي، ځکه چې ګاونډي هېوادونه یې د ترهګرو د فعالیتونو له امله د امن احساس نه کوي.
د نوموړي په باور پاکستان له کلونو راهیسې هغو ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی او په ځپلو کې یې رښتینی اقدام نه کوي، چې افغانستان ته ننوځي او هلته ترهګریز بریدونه کوي. اڅکزي همدا راز پر پاکستان نیوکه وکړه چې په خپله رابللي افغان کډوال په زور شړي او ناوړه چلند ورسره کوي.