سرچینه: روسیه او ایران غواړي طالبان د داعش پر وړاندې وجنګوي

د افغان حکومت یوه سرچینه وايي، حکومت داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې ښيي روسیه او ایران د بېلابېلو وسله ‎والو ډلو لکه داعش پر وړاندې غواړي طالبان تجهیز کړي.
دغې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تر دې مهاله د روسیې او طالب مشرانو ترمنځ څو لیدنې هم شوې دي.
سرچینې ویلي چې د افغانستان حکومت له دې پلوه اندېښنه لري او مخالفینو سره د روسیې او ایران له دې ډول اړیکو تر ټولو لومړی افغانستان اغېزمن کېږي.
یادې سرچینې دغه شان ویلي، د افغانستان دولت داعش او طالبان د تروریستي ډلو په توګه پېژني او د سیمې هېوادونه ته هم باید د ښه او بد ترورزېم خبره مطرح نه وي.
په دې اړه تر اوسه د روسیې او ایران سفارتونو کوم تازه غبرګون نه دی ښودلی.
ایران د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې کله نا کله د طالبانو په ملاتړ تورنېږي.
خو د ایران سفیر له دې وړاندې ویلي و چې هېواد يې د اطلاع رسونې او کنټرول په هدف له طالبان سره اړیکې لري.
د روسیې سفیر د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته ویلي دي چې د روسي وګړو د خوندیتوب په هدفه مسکو له طالبانو سره اړیکې لري.
د روسیې سفیر همدارنګه ویلي چې هېواد به یې له طالبانو ملاتړ ونه کړي.
د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن له دې وړاندې ایران او روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و او ویلي و چې ایران او روسیه غواړي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.
په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان په دې اند دي چې طالبان هڅه کوي چې د روسیې هېواد پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.