په ترکیه کې دروسیې د وژل شوي سفیر ژوندلیک

 
سفیر اندری کارلوف د ۱۹۵۴ ز دفبرورۍ پر ۴ زیږیدلی دی، په ۱۹۷۶ ز دروسیې دبهرنیو چارو وزارت  دنړیوالو اړیکو په انسټیټوټ کې دنړیوال اقتصاد له  پوهنځي څخه فارغ شوی دی.
په ۱۹۹۲ ز کې یې اکاډیمیکې زده کړې پای ته رسولې او رسمي دنده یې پیل کړې وه.
له ۱۹۷۶ ز ۲۰۰۸ څخه یې دبهرنیو چارو وزارت اړوند په مختلفو برخو کې دنده ترسره کړې ده.
له ۲۰۰۶-۲۰۰۱ ز پورې په چین کې دمسکو سفیر ود ۲۰۰۹-۲۰۰۷ ز پورې په بهرنیو چارو وزارت کې دکونسل مرستیال و، په ۲۰۱۳ ز کې په ترکیه کې دروسیې دسفیر په توګه ټاکل شوی و.
پرون ماښام یې په پلازمېنه  انقره کې یو نندارتون ته وینا کوله، چې دپولیسو یو افسر پرې ډزې وکړې او په روغتون کې یې ساه ورکړه.