د بې پولې خبريالانو نړيوال تنظيم وايي چې سږ کال (٢٠١٦) د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ٧٤ خبريالان وژل شوي.
د ياد سازمان له خوا د ليندۍ په ٢٩مه په خپاره شوي کلني راپور کې راغلي چې دغه شمېر د تېر ٢٠١٥ کال په پرتله کم دی.
سرچينې زياته کړې چې تېر کال په ټوله نړۍ کې ١٠١ خبريالان او د رسنيو اړوند کارکوونکي وژل شوي وو.
د بې پولې خبريالانو نړيوال تنظيم په خپل راپور کې ويلي چې سږ کال ٧٤ مسلکي او غير مسلکي خبريالان د نړۍ په بېلابېلو سيمو او په ځانګړې توګه هغو هېوادونو کې چېرې چې شخړې او جنګونه ډېر دي، وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېرى ژورنالېستان په سوريه، عراق، افغانستان، يمن او برونډي کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دا چې د تېر کال په پرتله د وژل شوو خبريالانو د شمېرې کچه ټيټه شوې، ياد تنظيم وايي چې په ځينو هېوادونو کې خبريالانو احتياطي تدابير نيولي او په مکسيکو هېواد کې اوس ژورنالېستان د ځان د خوندي توب لپاره د خطرناکو پېښو له خپرولو ډډه کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، سږ کال په مکسيکو کې ٩ خبريالان وژل شوي دي.
د بې پولې خبريالانو نړيوال تنظيم وايي چې په افغانستان کې سږ کال ١٠ خبريالان د خپل مسلک له امله په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې له دې څخه يې اوه تنه د طلوع تلويزيون اړوند په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي وو او مسووليت يې طالبانو اخيستى و.
د بې پولې خبريالانو نړيوال تنظيم د خبريالانو قاتلينو ته د سزا نه ورکولو غندنه کړې او زياته کړې یې ده چې دا ډول قاتلينو ته بايد هېڅ ډول معافيت ورنه کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې دوه خبريالان وژل شوي او د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټول افغانستان کې ١٣ خبريالان وژل شوي دي.
د دغه مرکز مسوول احمد قريشي وايي چې وروستۍ پېښه په لوګر ولايت کې رامنځته شوې وه چې نامعلومو وسله والو د ملي پيغام په نوم د ځايي راډيو مسوول محمد نصير مدثر وواژه.
د هغه د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې ٦٦ خبريالان وژل شوي دي.
د بې پولې ژورنالېستانو نړيوال تنظيم تېره اونۍ په يوه بل راپور کې ويلي وو چې سږ کال په ټوله نړۍ کې ٣٤٨ ژورنالېستان بنديان شوي دي.
وروستي