کلیفلنډ:  بې کفایته کسان د افغان ځواکونو لیکې رهبري کوي

 
د افغان امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې بې کفایته کسان مقرر شوي دي. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند په خپله وروستۍ مرکه کې ویي چې په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو عمده علت د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې د بې ظرفیته کسانو موجودیت دی. کلیفنډ په ډيره تونده لهجه ویلي چې که په دې برخه اصلاحات را نه شي ښایي وضعیت تر دې هم خراب شي. د کلیفلنډ په وینا د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې داسې کسان ولاړ دي چې آن نه پوهېږي څه وکړي. د هغه په وینا سرتیرو ته پر وخت وسله، خوراکي توکي او معاشونه نه رسېږي، پر وخت حمایوي ځواکونه نه ور رسيږي او په دې ټولو برخو کې فساد کېږي. ده زیاته کړې چې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په دې اړه له افغان حکومت سره خبرې کړې دي چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې اصلاحات راولي.