له ځانه وپوښتی، چې څه شی زما د ننه په وجود کې شتون لري، چې زما د پرمختګ او بریالیتوب خنډ ګرځي؟.
په ډېر غور مو ځان ته وګورئ او هغه اصلي او اساسي خنډونه وپېژنئ او پیدا یې کړئ، چې ستاسو په شخصیت، خوی، تکړتوب، وړتیا، عادت او زده کړو کې شتون لري او یا هم هغه تجربې، چې په یو ډول نه یو ډول ستاسو د هغو موخو د رسېدو لپاره خنډ ګرځي، چې پخوا مو ټاکلې دي.
لومړنی خنډ، چې ستاسو او موخو تر منځ مو شتون لري تر ډېره ذهني دی، دغه خند د روان پېژندنې یا روانشناسي له نظره ستاسو په شخصیت کې ريښه لري او ډېری وخت ستاسو د وجود دننه څخه سرچينه اخلي نسبت ستاسو بریالیتوب او ستاسو چاپېریال ته .
که غواړئ، چې یو څه ته ورسېږی لومړنی خنډ، چې له مخې یې لرې کړئ هغه همدا ذهني خنډ دی.
په ډېر صداقت او ریښتینولۍ له ځان څخه پوښتنه وکړئ، چې کوم خنډونه مو په ځان کې شتون لري؟ بیا کولای شئ په ډېره اسانۍ او ډېره ښه توګه یې لمنځه یوسئ، او خپلو موخو او پرمختګونو ته په ښه توګه ورسېږی او په پای کې به د ښه خوی، عادت او ښه روزل شوي شخصیت خاوندان شئ.