د خوست مندوزیو سیمې ته یوه لنډه کتنه

 
د خوست لغوي مانا جزیره یا د دریاب په منځ کې وچې ته ویل کیږي ،او دا امکان لري چې خوست یو وخت ټول اوبه وي ، ځکه د لویو حیواناتو د هډوکو له پیدا کېدو داسې مالومیږي چې دا سیمه یو وخت ټوله اوبه وه، خو کله چې یې د اوسني پاکستان په طرف مسیر پیدا کړ، نو د وچې شکل یې اختیار کړ.زما لیکنه د خوست د یوه ځانګړي قوم مندوزیو په اړه ده نو په خوست نورې خبرې نه لیکم راځم د مندوزیو سیمې ته تم کېږم.
د سیمې د پخوانیو سپین ږیرو د روایاتو له مخې سلهاوو کاله پخوا د مندوزیو سیمې د ځمکې مخ اوبو نیولی و او نوموړي سیمه یوه جبه زاره سیمه وه په دغه سیمه کې  ډولې (ډیلې) او نور نبتات شنه وو ، ښکار چیانو به پکې ښکار کولو خو کله چې اوبه ورو، ورو په وچېدو شوه نو خلکو هم دغه ځای ته دراتلو مېلان وښود، لومړی شخص چې په دغه سیمه کې یې هستوګنه غوره کړه  (مندو) و.
مندو د سمال (اسمعیل) ورور و، چې سمال په اسمعیلخېلو کې هستونګه غوره کړه ، دمندو او سمال (اسمعیل ) تر منځ د اوبو په مسله باندې شخړه پېښه شوه چې په دې شخړه کې دواړه څه نه څه سره ژوبل شول ، خو وروسته  د دوی تر منځ روغه  جوړه وشوه چې دوې شپې او ورځې اوبه  د مندوزیو شوه او درې شپې او ورځې  اوبه د اسمعیلخېلو شوه خو پاتې دې نه وي چې په دې سیمه کې د اوسېدو څخه مخکې د دې سیمې خلک د مندوزیو په شمال کې په صحرا کې اوسېدل او ورو ، ورو  د مندوزیو جبه زارې سیمې ته چې اوبه یې په وچېدو وه راپورې شول او دشاړو ځمکو په آبادولو یې شروع وکړه .یو بل مهم ټکی هم د یادولو وړ بولم چې په دغه سیمه کې د شلو مترو په ژوروالي یو قبر هم پیدا شوی دی دا قبر دمندوزیو د سلمادیو (حسن محمد) په محل کې هغه وخت پیدا شو چې خلک د څاه په کېندلو بوخت وو ، په دغه قبر کې د انسان جسد موجود و ،نو له دې بشري اثر څخه مالومیږي چې په دغه سیمه باندې څو زره کاله پخوا بشري ژوند موجود وو .
اوس به راشو د مندوزیو سیمې درې سوه (۳۰۰) کلن تاریخ ته : څه د پاسه درې سوه (۳۰۰) کاله پخوا  چې مندو د مندوزیو په سیمه کې هستوګنه اختیار کړه او ورور یې سمال ( اسمعیل)  په اسمعیلخېلو کې خپل ژوند پېل کړ ، دواړو وروڼو خپل د ورور ګلوۍ تعلقات په  ښه ډول سره ساتل ، د غم او ښادۍ په وخت کې به یې راشه درشه سره کوله ، د دوی هدیره یوه وه دغه هدیره د مندوزیو په صحرا کې په جنوب غرب برخه کې واقع ده چې اوس یې هم اثار تر سترګو کیږي .
په نولسمه (۱۹) میلادي پېړۍ کې چې  د انګرېزانو (پېرنګیانو) جاسوسي شبکو په خوست کې د بې اتفاقۍ تخم دشیندلو په خاطر فعالیت پېل کړ ، نو د مندوزیو په قوم باندې یې د سپین ګوند نوم کېښود او د اسمعیلخېلو په قوم باندې یې د تور ګوند نوم کېښود ، چې په نتیجه کې دنوموړو قومونو ترمنځ بې اتفاقي پیدا شوه او د غم او ښادۍ شریک ععنعنات یې له لاسه ورکړل ، ورور ګلوي او دوستي یې په دښمنۍ او نفرت بدله شوه ،د دواړو قومونو تر منځ جنګ او جګړې پېل شوې چې دواړو خواوو ته پکې ډېر مالي او ځاني تلفات ورسېدل.
په (۱۲۵۷ ه ش ) کال د افغان او انګلیس په دوهمه جګړه کې د جدي میاشتې په وویشتمه (۲۷) نیټه د پېرنګیانو (انګرېزانو لښکرې ) د مندوزیو سیمې ته راغلې او د دې سیمې ډېر کلیوالي خلک د ماشومانو په شمول د انګرېزانو د تورو تر ګوزارو لاندې راغلل او په شهادت ورسېدل .چې د شهید شویو ماشومانو هدیره  د مندوزیو د خوني خېلو په کلي کې واقع ده، د حسن زیو په کلي کې څلور قبرونه چې درې د ماشومانو او یو لوی قبر د زیارت په شکل شته چې د سیمې خلک ورته د مراد د غوښتلو په نیت راځي ، داسې ویل کیږي چې دا هم د پېرنګیانو په لاس شهیدا شوي دي ، د دې تر څنګ په دغه جګړه کې چې کوم خوستیان شهیدان شوي  دي د هغو هدیره یا قبرونه د مندوزیو د صحرا په جنوب شرق کې د خواجه زیارت په شاوخوا کې موقیعت لري .
دا خبره هم باید جوته کړو چې مندو او سمال د مومندو قوم ته منسوب دي چې اوس مهال  دغه  د مومندو قوم د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت دی ، د مومندو قوم ته منسوبې ډېرې قبیلې اوس د مندوزیو په سیمه کې اوسیږي ،ځانونه مومند بولي او د دې سیمې د اصلي اوسېدونکو په توګه خپل ځانونه خلکو ته ورپېژني .
د مندوزیو په سیمه کې علاوه پر اصلي اوسيدونکو د نورو قومونو اوسېدونکي هم شته چې د وخت په تېرېدو دې سیمې ته راکوچېدلي دي ، د مندوزیو  سیمه پنځه (۵) طایفې لري د غرب څخه شرق خواته  په ترتیب سره لومړۍ طایفه د شډل او حسن زیو ، دوهمه طایفه د درنامیو،دریمه طایفه د شوبيخېلو (شبي خېلو) ، څلورمه طایفه د سمال زیو  او پنځمه طایفه د سلمادیو (حسن محمد) ده.  د سلمادیو په طایفه کې مومند ، مقبل ، اوخونزاده ګان ، ټني او فقیران اوسیږي ، د دې طایفې اصلي اوسېدونکي مومند دي چې په لومړي ځل دغه ځای ته راغلي دي او د دې ځای په ځمکو یې تصرف کړی دی .
د سمال زیو په طایفه کې ځدراڼ، مقبل ، مسعود ، داوړ ،صبري ، تڼي او کونډي  اوسیږي د سمال زیو طایفه درې کلي لري (دکانو کلی، چنداړ او پاینده خېل) ،د شوبي خېلو په طایفه کې مسعود، کندهاري ابدال خېل او موت خېل اوسي، د درنامیو په طایفه کې غلجي او دقصین سیدان اوسي ، د حسن زیو او شډل په طایفه کې تڼي ، مقبل ، ځدراڼ ، منګل ، غلجي،پیران  او خروټي هستوګنه لري .
د سمالزیو طایفې د دوکانو په کلي کې یوه تاریخي پخوانۍ کلا هم موجوده وه چې اوس په دغه کلا کې کورونه جوړ شوي دي دغه کلا د سیمې خلک جنګ کوټ بولي او ځینې یې جنګي کوټ بولي مګر انګرېزانو دغه کلاجهان کوټ په نامه بللي ده . دافغان او انگلیس  په دوهمه جګړه کې انګرېزانو د جنګي کوټ کلا خپله قرارګاه ټاکلي وه او خېمې یې په کې وهلي وې ، د طالبانو د ریژیم په وخت کې د لندن څخه یو نماینده چې افغان و دغه کلا ته د خپلې موخې د پیدا کولو په خاطر رالېږلی و هغه هم دغه کلا د جهان کوټ په نامه یاده کړي وه ،زما په اند داسې مالومیږي چې جان کېټ (Jon ket یا johan cat) د انګریزانو د هغه وخت یو لوپوړی منسب دار و ځکه یې دغه کلا د ده په نوم نومولي چې وروسته بیا په جهان کوټ ، جنګي کوټ او جنګ کوټ نومونو یاده شوي ده.((د جان کوټ په څېر د خوست په نورو ډېرو ځایونو انګریزانو د خپلو خلکو نومونه ایښي لکه اېټمان (اېتمون) مسټر بل (مستربل) وغېره ، داسې ویل کیږي چې په دې سیمو کې انګرېزانو چهل متري (څلوېښت ګزي) قبرونه جوړ کړي و ، چې دلته یې خپل تاریخي اثار ، سلاح ګانې او نورمهمات ښخ کړي و ، چې دا  تاریخي اثار ، سلاګانې او مهمات  له دې قبرو څخه  په غلا وخت په وخت ایستل شويدي.))
د مندوزیو سیمه شپږ ښونځي لري چې د دې شپږو له جملې څخه یې دوه  د ذکورو او څلو د اناثو ښونځي دي.د ښونځویو نومونه  او د شاګردانو تعدا یې په لاندې ډول دی.
د څړبن د عالي لیسه  چې د شاګردانو تعداد یې درې زره پنځه سوه (۳۵۰۰) تنو ته رسیږي چې له دې جملې څخه یې تقریبا اوه سوه (۷۰۰) نجونې دي  ، د خان مندوزي د ذکورو عالي لېسه چې د شاګردانو تعدا یې دوه زره څلورسوه (۲۴۰۰) تنو ته رسیږي ، د پاینده خېلو د نسوانو لېسه چې د شاګردانو تعداد یې اته سوه پنځوس (۸۵۰) ته رسیږي ،د شهبازخان دنسوانو منځنی ښونځی چې د شاګردانو تعداد یې پنځه سوه (۵۰۰) ته رسیږي ، د حسن زیو د نسوانو عالي لېسه چې د شاګردانو تعدا یې شپږ سوه (۶۰۰) ته رسیږي او د شډل د نسوانو منځنی ښونځی چې د شاګردانو تعداد یې نهه سوه پنځوسو (۹۵۰) ته رسیږي .

د مکتبونوسربېره د مندوزیو قوم د ابن عباس په نوم یوه لویه دیني مدرسه هم لري ، چې تر اوسه یې په زیاته اندازه  دیني عالمان روزلي، چې د همدې قوم د حسن زیو د کلي د یوه دیني عالم (مولوي صیب کلیم الرحمن ) په هلو ځلو سره په کال ۱۴۱۷ هجري قمري کې  د همدې قوم د شبي خېلو او درنامیو په شریکه ځمکه کې  د ۶ جریبو په مساحت سره جوړه شوه .دې مدرسې په لومړیو کې شپږ کوټې درلودې چې دیوې مؤسسې لېخوا ورته جوړې شوي وې. خو وروسته ، وروسته یې چې څومره شاګردان زیاتېدل همدومره یې کوټې هم زیاتېدلې، لومړنی مهتمم یې همدا مولوي صیب کلیم الرحمن و، خو کله ، چې نومړي د طالبانو د نظام پر مهال د امر باالمعروف و نهي عن المنکر په عهده مقرر کړی شو نو د مدرسې د اهتمام څخه معزول کړی شو ، د هغه وخت د دولت لېخوا ورته یو بل تن مهتمم مقرر کړی شو خو ډېر زر یې دا هم معزول کړ او پر ځای یې د همدې سیمې یو بل روحاني شخصیت خلیفه صیب د مهتمم په صفت وټاکه چې تر اوسه هم په خپل ځای پاتې دی .د خلیفه صیب په راتګ د مدرسې طالب العلمان ورځ تر بلې ډېرېدل ، د دې مدرسې د یوې میاشتې مصارف تقریبا ۱۲۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږي چې د سیمې د خلکو په اخلاص او چندو سرته رسیږي ، د دې مدرسې د طالب العلمانو شمېر ۶۰۰ تنو ته رسیږي ، او د استادانو شمېر یې ۱۳ تنه دی ، په دې مدرسه کې د خوست سربېره د افغانستان د نورو ولایتونو لکه پکتیا، پکتیکا ، لوګر ، غزني ، کابل ، چاریکار او د لغمان اوسېدنکي هم په خپلو دیني زدکړو بوخت دي .

د  I.R.C  د شمېرنې په اساس مندوزي ۷۶ کلي لري ،چې هر کلی ۲۷۰ فامیله لري، او هر فامیل په تقریبي  ډول ۷ نفره حساب شوی ، چې د دې شمېرنې له مخې مندوزي ټول ۱۴۳۶۴۰ تنه نفوس لري .خو دا شمېر دقیق او کره ندی ، د نوي سرشمېرنې وروسته به یې دقیق او کره نفوس څرګند شي .
د مندوزیو قوم چې په فعلي خالت کې قرار لري ، ختیځ ته یې د علیوات خېلو کلی په پخه ځمکه کې او په صحرا کې د سموات کلي سره ګډه پوله لري .
د جنوب لور ته یې د شمل خوړ چې د سیمې خلک یې د (توی) په نامه یادوي ، چې سرچینه یې له ځدراڼو څخه ده پروت دی ، چې د اسمعېل خېلو د قوم سره یې د طبیعي پولې حیثیت خپل کړی دی ، څرنګه چې اسمعیل خېل هم په څو لویو کلیو وېشل شوي دي .له دې جملې څخه د مندوزیو سره د خوړ په ذریعه جدا شوي کلي عبارت دي له : ډډوال، برخانخېل، کوبل خېل ، مټه خان ، د لپوري او پیر کلي وغېره دي .
د مندوزیو قوم لویدیځ لوري ته د تڼیو یو د څلورو قومونو څخه جوړ شوی یو لوی کلی د داخیو په نوم موقیعت لري او داسې ویل کیږي چې داخي هم د مندوزیو لخوا د یو مصلحت پر بنیاد له تڼیو څخه راوستل شوي او پدې ځمکه کې ځای ورکړل شوی دی .
شمال ته یې د د ځدراڼو یو ښاخ د ځاني خېلو پر نوم پروت دی چې دا خلک اکثرا په غره او درو کې ژوند کوي .
د مندوزیو قوم په صورت عموم علم پروره او کسبګر خلک دي چې ښه بېلګه یې د پخوانیو حکومتونو لوړپوړي چارواکي دي چې په لویو لویو پوستونو او منصبونو یې دندې اجرا کړيدي او د کسب نمونه یې په اوسني قوم کې د کسب ګرو کلي دي لکه: په حسن زیو کې د زرګرانو کلی، د کلالانو کلی او د حسن محمد کلي کې د پښانو کلی .....
د مندوزیو قوم په ستراتیژیک لخاظ هم یو مهم حیثیت لري ځکه چې د خوست ، پکتیا ، لوګر او کابل عمومي سرک یې له منځه تېر شوی دی ، او پخوا له دې هم چې پیاده مزلونه کېدل خلک او تجارتي کاروانونه له همدې لارې تېرېدل چې په اساس یې د خلکو او تجارانو د سهولت لپاره ځای پر ځای سرایونه ،چې کاروانونو به شپې پکې سبا کولې موجود ؤ او همدارنګه ځای پر ځای د غلو او لارشوکونکو د شر څخه د خلاصي په عرض پړاونه هم جوړ شوي ؤ.
له بله طرفه د ځدراڼو څخه د اوښانو بهیرونه چې چارتراش لرګي  (تمبې) به یې راوړې له همدې لارې راتلل او د مندوزیو په نیمایي کې به اسمعېل خېلو ته پورې کېدل،چې بیا به پاکستان ته وړل کېدل .
د پکتیا او لوګر بهیرځن به هم پدې لاره تلل راتل حتا چې د شمالي ولایاتونو سوداګر چې د اسونو ګلې به  یې هند او  اوسني پاکستان ته بېولې او له هغه ځایه به یې مېښې او غواګانې راوستلې په دې لاره تېرېدل .
د کوچیانو خو د مندوزیو ډاګ صفتونه په هر ځای کې خوله په خوله و، خلک چې د کوم شي او یا کوم ځای صفت کوي کوچیان وروڼه د مندوزیو او د مندوزیو د ډاګ (صحرا) صفت کوي ، او ښې خاطرې یې بیانوي او د همدې ښې ګزارې په اساس یې څو ځایه هدیرې هم شته چې اوس وخت کې هم خپل مړي دلته راوړي او دا خلک یې په پوره پښتونولۍ سره د مراسمو ترسره کولو وروسته خاورو ته سپاري .
یو بل کوچي (خانه بدوش ) قوم مسلیان  دي چې په اوړي کې راځي او په ژمي کې ګرمو سیمو یعني پاکستان ته  ځي هغوی هم دلته په مندوزیو کې ډېر خوشاله وي او د ټنګ ټکور مجلسونه یې ګرم وي ، د ا خلک د خپلو غلو ،دانو او باغونو مېوې د حق په بڼه دې خلکو ته ورکوي یعني د ذکات برخې څخه علاوه د خپل کور غله دانه او مېوې ورکوي حتا د سوځولو لپاره لرګي او د حېواناتو لپاره به یې بوس هم ورکول . او د دې وخت تېرولو په جریان کې چې تقریبا ۳ یا ۴ میاشتې به و د خان بابا  (خان مندوزي ) په جمع کې به یې هره ورځ او شپه مجلس ګرم و.
خو نن سبا د دې دواړو  ډولو کوچیانو او مسلیانو راتګ کم شوی او له نشت سره برابر دی که ووایو چې مسلیان خو بیخي راځي نه، هم تر یوه بریده به سم وي ،  علت یې په د پراخه صحرا کې د قوم د خلکو لخوا ابادي  او همدارانګه  په یوه برخه کې یې د دولت لېخوا په څو زره جریبه ځمکه کې د افغان ملي اردو لپاره د تاسیساتو جوړول دي چې د دې صحرا  پراخوالی یې بیخي رامحدود کړی دی .
د مندوزیو قوم په هر کلي او هره طایفه کې  به څو لویې او څو کوچنۍ جمعې موجودې وي چې خلکو به  ترې  په جرګو مرکو، ټنګ ټکور، لوبو ،حېرات او داسې نورو مورادو کې  استفاده کوله ، دا جمعې اوس هم شته خو په نشت حساب دي .
د مندوزیو قوم عمومي مرکه او جرګه به  په لوړو درمندو  نومي ځای کې چې په شبي خېلو کې  موقیعیت لري کېدله چې مشران به یې د خان مندوزي په جمع کې جرګه کېدل او ځوانانو به  په درمندونو کې اتڼ کولو تر څو به فیصله وشوه او مرکه به ړنګه شوه ،کله به  چې مهم موارد ؤ او جرګه به وځنډېده ځوانان به هم د اربکیو په څېر هلته موجود ؤ  ډولونه به وهل کېدل ،اتڼونه به یې ورته کول داسې مرکې هم شوي چې تر یوې هفتې پورې ځنډېدلي دي .
د شبي خېلو کلی  د خان صیب جمع او لوړ درمندونه ځکه د عمومي جرګې لپاره ټاکل شوي و ،چې دا د قوم منځ دی ، اوس هم په همدې ځای کې د قوم شریکې جرګې او مرکې کیږي .
مندوزیو اخترونه په ګډه لمانځل او لمانځی یې ، پخوا به په اخترونو کې د نجونو مېله ځای د پیر باغ زیارت و او هلکان به بیا د درې ښاونو په نوم زیارت ته تلل او خپلې مېلې به یې کولې، د پیر باغ زیارت د شبي خېلو کلي په شمالي برخه کې موقعیت لري  او درې ښاونو زیارت بیا د کلي څخه بهر په شمال لوېدېځه صحرا کې موقعیت لري . خو نن سبا دغو زیارتونو ته تګ نه کیږي که کیږي هم په نشت حساب دی .
د مندوزیو اولسونه په پوره اتفاق سره ژوند کوي ، د غلا ، تښتونې ، او یا بل داسې ناخوښ کار په مقابل کې د خلک د خبرولو لپاره یو محسوس ډول وهل کیږي چې د (چیغې ډول ) په نوم یادیږي . د دې ډول په وهل کېدو خلک محصوص ځای ته ځان رسوي او د خپلو مشرانو په هدایت عمل کوي .
او همدارانګه د اشر لپاره هم یو ډول محصوص ډول وهل کیږي . خو نن سبا  د دې دواړو ډوله ډولونو ځای لوډسپیکرونو نیولی دی . دا ډولونه اوس نه وهل کیږي که کیږي هم په نشت حساب دي .
د ژوند معیشیت یې مالداري ، کرکیله او لږه اندازه تجارت و ، چې اوس هم خلک په همدې مشغول دي ، خو نن سبا یې زیاتره ځوانان په عربي او اروپایي نړۍ کې مسافر دي . او همدارانګه په اردو ، پولیسو او نورو دولتي برخو کې دندې اجرا کوي .
سپورتي لوبې یې منډې وهل ، خوسی خوسی ، تېږه اچول ، ټوپ وهل ، نښه ویشتل ،  نېزه بازي ، کبډي کول ، غېږ نیول ، کونۍ کونۍ کول ، خوسا لوټه ، پټ پټونی ، چندرو  او د سپښتيو ګټل و ، چې اوس د دې څخه کبډي ، چندرو او تېږه اچول پاتې دي  خو هغه هم په ډېره کمه اندازه ، دا نورې لوبې خو بیخي له منځه تللي دي ، او پر ځای یې والیبال ، فوټبال او کرکټ دېر رواج دي ، حصوصا د کرکت برخه پکې ډېره ده .

(((((مننه او کورودانی : د ښاغلي مدیر صیب عبدالواحد ، سرمعلم صیب عزیز  ، معلم صیب رسول محمد،د خوست د اطلاعاتو او کلتور پخواني ریس عبدالکریم پتنګ او مولوي صیب حسېن ګل څخه زښته زیاته مننه چې د مالوماتو په راټولولو کې یې راسره کومک او همکاري وکړه . ))))))