د انتونیو ګوټیرس به د ۲۰۱۷ ز کال په لومړۍ ورځ د بان کي مون دځایناستي په توګه کار پیل کړي، ګوټیرس د امنیت شورا د۱۵ غړو له منځه د۱۱ هغو موافقې رایې تر لاسه کړې اودپنځو کلونو لپاره دملګرو ملتونو دعمومي سرمنشي په توګه وټاکل شو.
په لاندې کرښو کې به دانتونیو ګوټیرس ژوند لیک خپل لوستونکو ته وړاندې کړو.
نوم یې انتونیو ګوټیرس مانویل دی، د۱۹۴۹ داپریل پر ۳۰ دپرتګال په پلازمېنه لشبونه کې زیږیدلی دی، ۶۷ کلن ګوټیرس تېره اونۍ دامنیت شورا غړو دعمومي منشي په توګه وټاکه، نوموړي په برېښنايي انجینرۍ او فزیک کې لوړې زده کړې دي، خپل اکاډیمیک ژوند یې هغه وخت پرېښود، چې د پرتګال د دیکتاتور انتونیو سالازار پر ضد راپورته شو، دې دیکتاتور نږدې ۴۰ کاله واکمني کړې وه، چې په ۱۹۷۴ ز کې د انقلاب په ترڅ کې له واکه ګوښه شو. په همدې کال کې دپرتګال داشتراکي ګوند په چوکاټ کې سیاسي فعالیت پیل کړ،د وخت په تیریدو دګوند مهم غړی او سیاستوال شو.
په ۱۹۷۵ ز کې د صنعت وزارت د دفتر رییس شو.
ګوټیرس دخپل عمر یوه برخه انساني او خیریه کارونو ته وقف کړې وه، په لشبونه کې یې دوروسته پاتې او بیوزلو سیمو سره به یې مرستې کولې، همدا راز یې دهغو ټولنیزو ستونزو دحل لپاره هم کار کړی دی، چې دپخواني دیکتاتور دواکمنۍ په پایله کې رامنځته شوې وې. نوموړی دخپل ګوند غړی بیا وروسته دګوند رهبر او د۷ کلونو لپاره د پرتګال دولسمشر په توګه وټاکل شو.
ګوټیرس له ۱۹۹۵ - ۲۰۰۲ ز پورې دپرتګال لومړی وزیر و.
له ۲۰۰۵ - ۲۰۱۵ ز په ملګرو ملتونو کې دکډوالو دچارو رییس و. دکډوالو په اړه دنوموړي دا خبره ډېره مشهوره ده: له بدمرغه بډایه خلک دبیوزلو په اړه هیڅ فکر نه کوي، خو کله، چې همدا بیوزله دبډایه خلکو بڼ او باغچو ته ننوځي بیا پوهیږي، چې په دې نړۍ کې خو بیوزله هم شته.
له نوموړي سره لسو کسانو هم دملګرو ملتونو دعمومي منشي لپاره سیالي کوله، چې د ټاکنو له لارې همدا وټاکل شو، نوموړی به د۴۴ زره کارمندانو او ۱۰ زره سوله ساتو ځواکونو مسوول وي. همدا راز به ګوټیر دبشر حقوق، کډوال، داقلیم بدلون .... په برخه کې له مختلفو نړیوالو موسسو سره کار کوي.
وروستي