«افغانستان په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې» څېړنيز او تحليلي راپور بشپړ شو

په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې د هېواد د مهمو سکتورونو د وضعيت په تړاو د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) تحليلي او څېړنيز راپور بشپړ شو. دغه راپور دا مهال تر چاپ لاندې دی او چاپ شوې بڼه به يې په راتلونکو ورځو کې رسما خپره شي.
په دغه راپور کې د سولې، بهرني سیاست، اداري فساد، کډوالو، اقتصاد (ملي اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، صنعت، کرنې او مالدارۍ)، امنیت او جرمونو، ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو برخې په بې‌پرې او تحليلي توګه څېړل شوې دي. په راپور کې د دغو سکتورونو پرمختګونه، ناکامۍ، ستونزې او ننګونې سپړل شوې او په اړه يې مهمې موندنې لري؛ خو ترڅنګ يې د هرې برخې په اړه د مرکز سپارښتنې هم وړاندې شوې دي.
د دغه راپور لپاره په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې د مرکز د څېړونکو له‌خوا پر دواړو کيفي او مقداري څېړندودونو ولاړه څېړنه شوې او د يادو سکتورونو په اړه د هېواد په لويو ښارونو کې له نخبه پاړکي څخه نظرپوښتنه هم شوې ده.
په راپور کې د هر سکتور اړوند تاريخي شاليد راوړل شوی او بيا له ۱۳۸۰ کال راوروسته د هر سکتور وضعيت په تفصيلي ډول څېړل شوی، چې ۱۳۹۴ کال ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده.
که څه هم بېلابېلې ملي او نړيوالې ادارې د افغانستان د وضعيت په اړه هر کال کلني راپورونه خپروي؛ خو د دغه راپور ځانګړنه دا ده چې تر يوه کال يا يوه سکتور پورې محدود نه دی، بلکې له ۱۳۸۰ کال راوروسته يې په مجموعي او عمومي توګه د هېواد ۱۵ کلن مزل په بې‌پرې ډول څېړلی دی.