د ابوعلي سينا عالي دارالمعلمين د لسمې دورې د محصلينو د فراغت غونډه وشوه


د پېښور د ابوعلي سينا عالي دارالمعلمين د لسمې دورې د محصلينو دفراغت غونډه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه، چې په پېښور کې افغان قونسل عبدالله وحيد پويان، په پېښور کې د افغان کډوالو مشر عبد الحميد جليلي،پوهنې استازى احسان اميني، د مدير انو د شورا مشر امان الله نصرت، مهاجرو د شورا مشر بريالى، د ساپي د پښتو څيړنو اوپراختيا مشر سردار خان سيرت او يوشميرنور فرهنگي شخصياتو، اديبانو، خبريالانو او ښوونکو برخه اخيستې وه د قران کريم له تلاوت او دنعت شريف له لوستو وروسته د افغانستان ملي سرود وغږول شو چې ټول گډونوال ورته پر درنښت ودريدل.
ددريځ چارې د انجينر سجادزاخيلوال پر غاړه وې.
دغونډې د پرانستې وينا عبدالجبار پوپل وکړه او ورپسې افغان په پېښور کې افغان قونسل عبدالله وحيد پويان،په پېښور کې د افغان کډوالو مشر عبد الحميد جليلي،پوهنې استازى احسان اميني، دساپي د پښتو څيړنو اوپراختيا مشر سردار خان سيرت او نور خبرې وکړې او د پوهنې پرارزښت يې رڼا واچوله او بيا په تېره يې دمهاجرت په دريار کې د ښوونې او روزنې ترلاسه کيدا يې سترکار وباله او له محصلينو يې غوښتنه وکړه چې د هېواد رښتينې چوپړ ته مټې راونغاړي پر زده کړه د جگړې ټغر ورټول کړي او جنگيالي ته هم لارښوونه وکړي چې له جگړې لاس واخلي بيا د ابوعلي سينا عالي دارالمعلمين مشرې مستورې ستانکزۍ د دارالمعلمين د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې د خپلو کارونو په اړه يې يو فلم هم وړاندې کړى
ښاغلي انجينر سجادزاخيلوال ورته په نثري بڼه يوادبي ليک وړاندې کړ چې د پوهنې مور يې وبلله چې گډونوالو خوښ شو بيا د فراغت د اسنادو او سوغاتونو ويش ترسره شواو يو کوچنى نندارتون هم وه چې په کې ملي جامې او لرغوني اثار په کې اېښودل شوي وه
دپېښور د ابوعلي سينا عالي دارالمعلمين د مسورې ستانکزې په مشرۍ ١٣ او ١٤ ټولگيو ته زده کړه ورکوي چې په دې لس دورو کې يې له بيلا بيلو څانگو ٣٨٥٠ محصلين ټولنې ته وړاندې کړي په وروستۍ (لسمه) دروره کې ٢٥٠ محصلين ترې بريالي وتل
انجونې هم په کې دي
مستوره وايي دارالمعلمين شرعيات،پښتو،دري،انگليسي،رياضي ساينس،طب کې لابراتوار، غاښونه،فارميسي، قابلگي، انجينرۍ کې، برق (برېښنا) ساختماني،کمپيوټر ساينس، اقتصاد او کرنې څانگې لري.
هغه افغانان چې د مهاجرت کارد لري زده کړه، کتابونه او ليليه يې وړيا دي او هغه افغانان چې د مهاجرت کارد نه لري نو فيس به ورکوي مستوره وايي چې د دارالمعلمين يوه څانگه يې په جلال اباد کې هم پرانيستې ده.