ټول غواړي د یو بریالي کس احساس ولري، او دا احساس د بریالیتوب لاسته راوړلو اړتیا لري.
د بریالي توب احساس د یو کار او یا هم یوې دندې د سل په سلو پوره ترسره کولو څخه لاسته راځي. کله، چې څو ځله دغه کار تر سره کړئ په پای کې به د هغو ټولو دندو اوکارونو، چې پیل کړې مو وې په ښه توګه پای ته رسولو باندې عادت شئ.
که دغه احساس یعنې د یو کار په ښه توګه پای ته رسول ستاسو په ټول وجود کې رېښه وکړي، ژوند به مو په هغه څېر وده او پرمختک وکړي، چې تاسو به یې فکر هم نه وي کړئ.
په روان پېژندنه یا روان شناسۍ کې ددې حالت ضد هم شتون لري، چې هغه د یو کار یا یوې دندې پای ته نه رسول دي، چې اصلي ريښه یې فشار یا استرس او اندېښنې دي.
په حقیقت کې د انسان د خواشینیو زیاته برخه، چې له هغو سره لاس او ګرېوان دی، د بې تجربه توب او د یو کار یا هم یوې دندې په ښه او پوره توګه ترسره کولو کې د ځان عادت کولو وړتیا نه درلودل دي.
هڅه وکړی په ځان کې مو د بریا احساس و روزی او ځان مو پرې عادت کړی کله، چې مو دا حساس په وجود کې پیدا کړ، نو کولای شی فشار یا استرس، اندېښنې او داسې نور لاملونه، چې د نه بریالي کېدو سبب مو کېږي لمنځه یوسی.