اتلان پیژنی؟‎/ دوهمه برخه

 
محمدانور آڅړ
۲۳/۹/۱۳۹۵،ل، ل
ښاغلو او آغلو لوستونکو! د لیکنې په لومړۍ برخه کې د څلور ډوله اتلانو په اړه معلومات وړاندې شول او په پای کې مو ویلي وو چې، احمدشاه مسعود، د دې دلایلو او اسنادو پر بنسټ ملي اتل نه دی او برعکس د همدغو اسناد او شواهدو پر بنسټ باندې د پردیو اتل دی، نو لومړۍ د مسعود او آی، اس، آی تر منځ په اړیکو او ترهګریزو کړنو باندې رڼا اچوو:
اتلان پېژنی؟؛ دویمه برخه
لومړي: احمدشاه مسعود، د پاکستان د پوځي استخباراتو(I. S. I) په خدمت کې:
 
احمدشاه مسعود، نه یوازې د یوه هیواد جاسوسي ادارو ته کار کولو، بلکه د افغانستان د ډېرو دښمنو هیوادونو، لکه، پاکستان، انګلستان، شوروي اتحاد، امریکامتحده ایالات، ایران، تاجکستان، فرانسه او نورو غربي او عربي استخباراتو اجنټ ؤ، چې په استخباراتي اصطلاحاتو کې هر اړخیز اجنټ ورته وایي.
احمدشاه مسعود، لومړی ځل د افغانستان تاریخي دښمن او د انګریزانو په لاس جوړ شوي پاکستان او د پاکستان جاسوسي ادارو ته، د ولسمشر محمد داود خان حکومت پر ضد، په داوطلبه توګه ورتسلیم شو او هلته د افغانستان د مسلمان او قانوني حکومت پر خلاف وروزل شو، چې نه د افغانستان په حکومت کې کفري او کمونستي مسایل وو او نه د اسلام او جهاد.
احمدشاه مسعود د هغو افغان محصلانو د لومړۍ دورې له ګډونوالو څخه دی چې پېښور ته نږدې د (چراټ) د پوځي کمپ په یو میاشتني،یوه پټ کورس کې یې برخه درلودله، د(: S. S سپېشل سرویس)، یو پیاوړی افسر د احمدشاه روزونکی وټاکل شو. احمدشاه او ملګرو یې د جنرال بابر د سرحدي پوځي ځواک یونیفورم اغوسته، تر څو ونه پېژندل شي. (سمسور افغان؛ دویمه سقاوي، ۱۵۵،مخ)
امریکایی لیکوال سټیو کول یې په اړه وایي:«... مسعود، حکمتیار، رباني او د سازمان(جوانان) نور غړي پاکستان ته وتښتیدل. د پاکستان حکومت په غېږ کې ونیول، د (ولسمشر) داؤد نوی کمونستي ملاتړ د پاکستان پوځ وېرولی ؤ، تښتیدلو اسلامپالو (پاکستاني) پوځ ته په افغانستان کې د نفوذ موندلو وړاندیز وکړ، مسعود، حکمتیار او اټکل پنځه زره نورو تښتیدلو ځوانانو د لومړي وزیر (ذوالفقارعلي) بوټو د افغان چارو سلاکار، ډګر جنرال نصیرالله بابر تر څارنې لاندې پټه پوځي روزنه پيل کړي وه، بابر او حکمتیار چې دواړه پښتانه وو، ژر نږدې ملګري شول او یو ځای یې په ۱۹۷۵،کال کې د داؤد پر ضد د پاڅون پلان جوړ کړ، هغوی مسعود په پټه پنجشېر ته واستاوه چې له هغه ځایه په بلوا لاس پورې کړي، نوموړي دا کار زړه نا زړه وکړ او پایله یې غټه ناکامي وه، هغه وو چې مسعود بیا د دوه کلو په بهیر کې د دویم ځل لپاره پاکستان ته وتښتید.» (د پیریانو جګړې، ۱۶۳،مخ)
پخپله د احمدشاه مسعود استاد، جنرال نصیرالله بابر چې د جهادي بانډونو پلار بلل کیږي، د مسعود او نورو اجنټانو له تسلیمدو او ترورستي کړنو څخه پرده پورته کړي ده، نوموړي جنرال د وطن مجلې خبریال د پوښتنې په ځواب کې په خپله مبارکه خوله داسې ویلي وو(!):
«په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجینر حبیب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ماله بوټو صاحب سره خبره وکړه، زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.»
بابر، د مرکې په بله برخه کې زیاتوي«دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجينرحبیب الرحمان او بیا حکمتیار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ…نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ دوی ته ټریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي، مونږ دلته دوی هر یوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .لیکن د داود په وخت کې مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل(په ۱۹۷۵کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټریننګ شوي دي، هغه عملیاتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ .
…بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو ... نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک ټریننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه ...بیا ما دوی امریکا ته بوتلل، زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل، خو په شفر کې به  مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې ګلکار درغی،  نو ګلبدین به مې ښود او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا (برقي)  درغی، نو احمدشا مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په مې میاشت، ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ. ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړئ او ماته یې وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.»
جنرال بابر د مسعود او نورو په تړاؤ په لږ څه توپیر له مرحوم ډاکټر علي ارغنداوي سره په یوه مرکه کي یادونه کړي ده.(ژوندې خاطرې، ۳۳۵،مخ)
همدا شان، جنرال نصیرالله بابر د خپلواک ژورنالست فرهاد علي خاور، سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي وو چې، په هغه وخت کې چې ذوالفقارعلي بوټو د پاکستان لومړی وزیر ؤ، دی یې وروغوښت او دا یې ورته وویل چې، د ډیورنډ د کرښې تړون موده په ۱۹۹۳زیږدیز کال کې پای ته رسیږي، نو باید د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې پېل شي، که نه نو افغانان به له اباسین څخه تر ډیورنډ پولې پورې د خپلې سیمې غوښتنه وکړي.
بابر وړاندې ځي او وایي:«بیا مې نو ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او د افغانستان نور دیني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالاحصار کلا کې مې ورسره ولیدل، وسلې او پېسې مې ورکړې، څو افغانستان پرې وران کړي. له هغه راهسې مو د افغانستان د ویجاړۍ او بې ثباتۍ لېڅې رابډ وهلې، چې افغانستان مو په داسې یو اور کې وسوځوه چې حتَی د اور په دې لمبو کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړې هم وروسوځولې، اوس به افغانستان هېڅکله هم ونه شي کولای چې د ډیورنډ د کرښې خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدمتونو څخه پاکستان ته ستر خدمت ؤ.» (روهي ویب پاڼه؛ هغه پنځه شیطاني څېرې چې افغانستان یې وران ویجاړ کړ)
C:UsersHelmandDesktopROHI.AF __ Pashto News World11_filesPAKISTAN-popup.jpgC:UsersHelmandDesktop_BBC _فارسی_ - _جهان_ - _ نصیرالله بابر _پدر معنوی طالبان_ در گذشت__filesedf9d9ad1e7224b49eca58f3af427e3a1f1b1be1.jpg
                                      (جنرال نصیرالله بابر)
احمدشاه مسعود او ډلې یې د پاکستان د  (I.S.I)په دستورباندې د چنګاښ میاشتې په ۲۹/۱۳۵۴کال کې د پنجشېر پر علاقدارۍ باندې برید وکړ، چې نوموړي علاقداري یې تر نیمې ورځې پورې په لاس کې وه، په دغه جګړه کې د مسعود له ترهګرې ډلې څخه (۱۲) تنه ووژل شول، له دې امله پهلوان احمدجان پنجشیري، مسعود او د ده ملګرو ته وړاندوینې او نصیحتونه وکړل او په یوه ناسته کې چې خپل ښی لاس یې اسمان ته پورته کړی دی وویل:
«داسې ورځ به راشي چې زه او ته به په دې ځای نه شو کېښناستلی، له اسمان او ځمکې څخه به د مرمیو باران اوري، چې د زمري زړه ونه لری د سفر مینه مه کوه، څوک چې له موږ سره وې او د سفر زړه کوي، یا به د هیواد ژغورل غواړي او یا به مرګ غوره کوي، ته کولې شئ چې یا خو زموږ سره وې او یا پاکستان ته ولاړ شئ. پخوا د داؤد له دولت څخه او وروسته د پنجشېر له جګړې څخه موږ پوهیدلو چې ته په پاکستان کې وې د ( آی، اس، آی) لخوا نظامي زده کړې درکړل شوې وې. دوستانو! خواشیني نه شئ، جاسوس هغه وخت سالم وجدان لرلې شي چې د خپل هیواد او خپلو خلکو په ګټه یې کار کړی وي. شاید چې تاسې د ناوړه شرایطو له امله د (آی، اس، آی) د تولید تر سینې لاندې شوي وی، خو نن ورځ تاسې د ازادۍ بڼکې او وزرونه لری، پرون ورځ ستاسو د ژوند شرایط د کارغه په شان وو، خو نن ورځ زموږ په شان د پامیر او پنجشېر د لوړو غرونو له عقابانو سره یو ځای یاست.»
پهلوان، په خندا سره وویل:«داسې فکر مه کوئ چې همغه(عادي) پهلوان به وې د فردوسي له قوله چې وایي:
منش ساختم رستم داستان – و ګرنه یلی بود در سیستان
اوس تاسې (عادي) پهلوانان نه یاستی، ستاسو هر یو تن رستم دی، که نه نو موږ دا ځواک لرو چې ستاسو څخه د داستان رستمان جوړ کړو، په دې شرط چې په ستاسو کې صداقت او وطنپرستي موجوده وي او وجدان مو پاک وي او موږ هم له ورخ څخه په تېرو اوبو پسې یوم(بېل) نه اخلو، تېرو ته سلام او صلوات، هیله ده چې سر له نن څخه له پاکستان سره اړیکي ونه لرئ، چې پاکستان د افغانستان قسم خوړلی دښمن دی او پاکستان له روسانو څخه هم ناوړه او د خلق دموکراتیک ګوند څخه خطرناک دی. یوه خوا د خپلو ګټو پخاطر د کمونست او مساواتو په نوم، د دین او د افغانستان د ځمکې لاندې زیرمو او شتمنیو لپاره جګړه کوي او بله خوا د خپلو بادارانو د ګټو لپاره، چې په سیمه کې یې دغه شپږمه ګوته د پاکستان په نوم رامنځ کړي ده، چې له کلونو راپدې خوا د انګریزانو د غچ اخیستلو پخاطر د افغانستان او زموږ له خلکو سره دښمني لري.
له دې څخه هم انکار نه کوو چې د پاکستان د جوړیدو څو کاله وروسته پنځم ستون د دولت او افغانستان د خلکو په منځ جاسوسي کړنې کوي. انګریزانو دغه شپږمه ګوته، یعني پاکستان په ناپوهۍ(؟) سره رامنځ ته کړی دی، تر څو د پنځم ستون جاسوسان د ننه په افغانستان کې تخریبي او جاسوسي کړنو ته ولېږي او مادي او معنوي ملاتړ یې وکړي.
انګریزان زموږ پخواني دښمنان وو ،دي او وي به، دښمن ته په کمه سترګه باید ونه ګورو او باید چې بې غېرته نه شو، خپل تاریخي دښمن ته د طمع لاس ونه غځوو، د خپلو خلکو او خپل هیواد د ورانۍ لپاره له دښمن سره مرسته کول او دښمن ته لاس اوږدول د یو ملت، تاریخي بې ننګي ده. قناعت د انګورو له شیرې څخه بهتر دی. (افغان موج)www.afghanmaug.net
C:UsersHelmandDesktopasdffdasfsdfas.jpgC:UsersHelmandDesktopپاینده محمد پریانی_ زنده ګی نامه شهید احمد شاه مسعود بزرګ_files33626_1536289381054_1649452219_1328594_1359742_n.jpg
                    (د افغان موج له ویب پاڼې څخه)
وروسته له هغې چې د ډاکټر نجیب الله حکومت سقوط وکړ، د نظار شورا په لومړي قدم کې د پاکستان د آی، اس، آی د چارواکو په غوښتنه، د ډاکټر نجیب الله د دولتي امنیت د محرمو اسنادو د پلټو اجازه ورکړل شوه. آغلي ملالۍ نظام، د فرنتیرپوسټ ورځپانې له قوله داسې لیکلي دي:« د فرنتیرپوسټ ورځپانې د می میاشتې په ۲۳/ ۱۹۹۲، ز، کال خبر خپور کړ چې، د پاکستان د آی، اس، آی رئیس جنرال حمیدګل، په دې هڅه کې دی چې د پخواني حکومت د استخباراتو(خاد) ټول هغه پټ اسناد چې په پاکستان پورې اړه لري تر لاسه کړي، په دې اړه د نظار شورا، غړي ډاکټر عبدالرحمن چې اوس مهال د کابل د(ملي) امنیت مسؤل دی، د هغو پاکستانیانو د نومونو لېست، چې د افغانستان دولت ته یې جاسوسي کوله او پېسې یې تر لاسه کولې د آی، اس، آی مشر ته په کابل کې ورتسلیم کړی دی.  http://www.afghansabawoon.com
له نېکه مرغه چې پاکستانیو استخباراتو څه ترلاسه نه کړل، ځکه چې د دولتي امنیت وزارت ټول محرم او مهم اسناد له منځه وړي وو او که یو شمېر د دولتي امنیت د همکارانو نومونه په لاس ورغلي هم وي هغه به ټول بدل نومونه وي.
hamid_gul_khad_records masoud isi
      د پاکستان د آی، اس، آی رئیس، جنرال حمیدګل او احمد شاه مسعود
یو بل خبر چې د فرنتیرپوسټ په ورځپاڼه کې د می په ۲۱/۱۹۹۲،ز کې او په نورو خبري رسنیو کې خپور شو، وايي چې:«برهان الدین رباني د اسلامي دولت مشر د پاکستان د آی، اس، آی (پخوانی) مشر جنرال حمیدګل دعوت کړی او کابل ته رارسیدلی دی، چې په هوایي ډګر کې د جهادي قوماندانانو لخوا تود هرکلی ورته ویل شوی دی. د همدغه خبر پربنسټ رباني یوه ځانګړي روسۍ ډوله الوتکه پېښور ته ورلیږلي وه.
دا شان په ۱۹۹۲، کال کې پاکستانیو ورځپاڼو خبر ورکړ چې برهان الدین رباني له حمیدګل څخه غوښتنه کړي ده چې د ده د لوی سلاکار په توګه په کابل کې پاتې شي.www.afghansabawoon.com  
https://scontent-arn2-1.xx.fbcdn.net/hphotos-xpf1/v/t1.0-9/11836670_1596113813984721_8951913275712640499_n.jpg?oh=0f5e543a585005a256d1b6b9cac97468&oe=5683B558
کله چې د جمعیت مشر برهان الدین رباني په ۱۳۷۱،ل،ل،کې په کابل کې واک ترلاسه کړ نو د افغانستان له لومړۍ درجې دښمن د آی، اس، آی پخوانی مشر، جنرال حمیدګل يې درسمي فرمان له مخې  دځانګړي او لوی مشاور په توګه  ټاکلی و او دکابل په وزیر اکبر خان کې اوسیدلو چې له هغه ځایه یې رباني مسعود او نور قوماندانانو ته لارښوونې کولې. له بلې خوا اوس، اوس د اطلاعات روز ورځپاڼې او ویب پاڼې، سره د روان کال د لیندۍ میاشتې په اومه نیټه د افغانستان د اسلامي ګوند، د مرکچي پلاوي مشر امین کریم مرکه کړي ده چې د مرکې په یوه برخه کې یې د جنرال حمید ګل او جمعیت ګوند مشرانو د اړیکو په هلکه داسې ویلي دي:«یو بل مهم ټکی هم اضافه کوم هغه دا چي کوم کس چي د آی اس آی د رئيس په توګه یې د افغانستان په بدلونونو کي ډیر نقش درلود او د پاکستان د استخباراتو په راءس کي ؤ جنرال حمیدګل ؤ، وروسته له دې چي استاد رباني مرحوم کابل ته تشریف راوړ، جنرال حمیدګل، رسماً د استاد برهان الدین رباني د سیاسي سلاکار په توګه په افغانستان کي وټاکل شو او لس زره ډالري معاش یې درلود.»
ښاغلي کریم د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنرال حمیدګل رسمي دنده په پاکستان کې په هغه وخت کې څه وه؟ وویل:
«په هغه وخت کي له آی اس آی څخه تقاعد شوی ؤ، ولې لومړی ځل ؤ چې یو غیرافغاني شخص د ولسمشر پواسطه د سترسلاکار په توګه او په یوه ډیر لوړ معاش ټاکل کیږي، هغه د ښاغلي رباني په وخت کي پخپله حمیدګل ؤ. (روهي ویب پاڼه؛ د سلطان شاه صفاري، پښتو ژباړه)  
نوربیا