وېره او زړه نا زړه توب دوه اصلي خنډونه دي، چې د بریا او کامیابۍ په لاره شتون لري.
له ماتې څخه وېره، بېوزلي، زیان او ناکامي لومړني خنډونه دي، چې ډېری وګړي په لومړي قدم کې ورسره مخامخ کېږي، په منځنۍ ډول هغه وګړي، چې یوې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي له یو ځل څخه کم دغه کار تر سره کوي.
دغه وګړي ددې پرځای، چې خپلې موخې ته فکر وکړي، د ناکامۍ او زیان وېره لکه یو سطل اوبه، چې په اور واچوې همداشان د دوی ټول وجود نیسي او د دوی هغه مینه او لېوالتیا ټوله له منځه وړي.
له وېرې ورسته دوهم ذهني خنډ زړه نا زړه توب دی، موږ په خپلو وړتیاوو او تکړه توبونو زړه نا زړه او شک پیدا کوو، خپل ځان مو له نورو سره په غیر عادلانه توګه پرتله کوو او دا خیال او فکر کړو، چې دوی له موږ څخه غښتلي، هوښیار او وړ کسان دي.
دا فکر هم کوو، چې په پوره توګه غښتلي او د یو شي یا هم کوم کار وړ نه یو، او له هغو ډول ډول هسکو او ټيټو ستونزو چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې په مخ کې لرو د بې مسؤلیتۍ او یو رټل شوي کس احساس کوو.
همدغه احساس دی، چې زموږ په زړونو کې وېرې ته لار پرانیزي او ددې تر څنګ مو د موخو په بریالي کېدو کې هم زړه نا زړه کوي، کېدای شي هغو موخو ته په ډېر اسانۍ سره ورسېږو خو همدا وېره او زړه نا زړه توب مو بېرته په شا کوي.