ایا له ځانه مو پوښتنه کړې ده، چې دATM ماشین پټه شمېره ولې څلور عدده ده؟

 
دعادت له مخې موږ، چې کله موږ خپلو ځانګړو ویبپاڼو  ته  پاسورډونه  ورکوو، ډیر عدد ورته ټاکو منځ کې یې ځینې سمبولونه هم وي، چې  ویبپاڼه یا برېښنالیک هیک نه شي. خو دATM یا پیسو اتومات ماشین پټ شمیره یا پاسورډ بیا څلور عدده دی، ولې څلور دی؟ راز په څه کې دی؟
ځینې بیا انګیري، چې څلور عدده یې ځکه ټاکلې دي، چې اسانه وي او هغه کسان، چې دحافظې ستونزه لري، چې دوی له ستونزې سره مخ نه شي، خو دا یې اصلي لامل نه دی، خبره بله ده.
خبره د ۱۹۶۷ ز ده، کله، چې اسکټلینډۍ مخترع جون شیفر ATM ماشین جوړ کړ، څرګنده شوه، چې پټه شمیره یې ولې څلور عدده ټاکلې ده؟
په پیل کې بارون وړاندیز کړی و، چې شمیره باید شپږ عدده وي، خو مېرمن  یې کارولین نه شو کولای، چې شپږ عدده پاسورډ په یادو زده کړي  هماغه و ،چې دا یې څلور عدده کړه، نوموړي نه شو کولای، چې دخپلې مېرمن غوسه وزغمي.
مېرمن / ښځه څومره زوروره ده!