کوم حدیث کې چې راغلي ښځه ناقص العقله ده د هغي وضاحت!!!
(صحيح بخاري ، كتاب الحیض ، باب : ترك الحائض الصوم ، حدیث : 305 )
کي داسي راغلي
نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ښځو ته فرمایي
صدقه وکړي ځکه ما په جهنم کي ډیر هم تاسو ليدلي یاست
ښځو عرض وکړو
یا رسول الله داسي ولي دي؟؟؟
نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل تاسو لعن او طعن ډیر کوي، او د خاوند ناشکري کوي سره د عقل او په دین کې ناقص کیدو، ما تاسو نه زیات هيڅوک هم یو عقلمند او تجربه کار سړي ليوني جوړولو واله نه دي ليدلي
ښځو عرض وکړ: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په دین او زموږ په عقل کي نقصان څه دي؟؟؟
نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ایا د ښځو شاهدي د نر په مقابل کي نیمه نه ده؟؟؟
هغوي وويلي او همداسي ده نبی اکرم صلي الله عليه وسلم ورته وفرمایل همدا د هغي د عقل نقصان دی.
بیا نبي اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ایا داسي نه ده چې کله ښځه حایضه شي نو نه لمونځ کولي شي نه روژه نيولي شي؟؟؟ نو ښځو ورته وويلي همداسې ده نو نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وويلي همدا د هغي د دین نقصان دی.
تبصره : په دغه حدیث باندي پوهيدو کي بنيادي غلطي دا کيږي چې ديکي ناقص نه د دری یا فارسي واله او یا هم اردو واله معنا اخیستل کيږي يعني عیب دار په معنا یا نقص لرل خو حقیقت کې دا ډیر لوي ظلم ده د بي دینانو له طرف نه عربي کې نقص په مقدار کې کم والی ته واي يعني هلته په ظلم سره کیفیت مطلب اخیستل کيږي او حقیقت کي دلته مراد کمیت د ( مقدار) ده
او همداسې په حديث کې ناقصات الدین نه مراد دا دي چې د ښځو بعضي ایام داسي راځی چې په هغه کې دوي په دین باندې عمل نشي کولي لمونځ او روژه نشي ساتلي دی سره ددوي په ديني عمل کې کمي پاتي شي.
همداسي د عقل د ناقص په وضاحت کې يي فرمایلې چې خداي پاک د دوو ښځو شاهدې د یو سړي برابر کړي ده دي نه هم کمیت مراد دي نه کیفیت ځکه دوه نیم نیم د یو کامل برابر خو کيداي سي خو دوه عیب دار د یو صحيح برابر مساوي کیدای نشي.
راځو د عقل اقسامو ته عقل په دوه قسمه دي
۱ـ عقل شرعي ۲ ـ عقل عرفی
ښځو کې عقل عرفی ډیر اعلی درجه کې موجود دي شریعيت کې د ښځو ناقصات العقل نه مراد عقل شرعي دي په خپله حدیث کې هم د هوښیار خاوند ليوني کولو طرف ته اشاره شوي ( یعنی ساده جوړول خاوند نه)
بیا کور کې هم د ښځی حکومت وي او بیرون هم ۔
عقل شرعي کمي وي او د عقل شرعي معنا دا چې انسان د یو کار نتيجې ته سوچ نه کوي او کله هم چي سړي نتيجې ته سوچ ونه کې نو د نقصان امکان شته لکه ښځه چې واي فلاني واده کې به دومره مصرف کوم کالو باندې به دومره مصرف کوم او کوژدن کې دومره خو ددي په تاوان دومره فکر نه کوي او نتیجه هم نه ګوري.
جدید طب : هم دا ویلی دی چې د ښځې جسمی جوړښت د نارینه د جسمی جوړښت سره فرق لری او د ښځو د مغزو وزن نسبت نارینه و ته کم دی چې دا هم په ښځو کې د هیری د زیاتوالی یو دلیل دي.
اکثره سیکولران دغه حدیث راخلي او په موږ اعتراض کوي خو دا خبره ښکاره ده چې د ښځي عزت په اسلام کې دی نه په سیکولرازم کې چي ښځه یو بازاري شي وګرځي
راځو بل سوال ته د ښځي شاهدي ولی د سړي په مقابل کی نیمه ده؟؟؟
1 - ګواهي یا شهادت ډير لویي مسؤلیت دي , دا د یو انسان د ژوند او د مرګ سبب هم کیداي شي لکه کله یوه ښځه د زنا شاهدې ورکوي نو معلومه خبره ده چې دښځي زړه ډير نرم وي
کله کله نرمي ورباندي غالبه شي شهادت غلط ورکي نو ددي لپاره بله زنانه ورسره پکار ده چي یو بل سره د صحیح شهادت په لور همکاری وکړئ
2 - بله خبره هر ځاي کې دا قید نه دي داسي ځایونه شته چي د ښځي شاهدي د سړی نه هم قوي بلل کیږی لکه که یوه ښځه محکمه کي ووایی چې احمد زما رضاي ځویی دي نو که ددي مقابل کې ډیر سړي هم وي ددي ښځي خبره د ډیرو سړو په مقابل کي قوي منل کیږي.
راځو ساینس ته
جدید ساینسي تحقیق سره لاندي خبره ثابته شوه
د امریکا یو تحقیقاتي ټيم (ډلي ) خپل تحقیقاتي راپور کې چې پس له ډيرو څیړنو مینځ ته راغلي یو
مهم انکشاف کړي دغه ډله په لاندي نامه ده
(انډیانا یونیورسټي سکول اف میډيسن )
دوي خپل ریسرچ چې د brain سکیننګ په رابطه شوي وو او ( FMRI) هم پکي استعمال شوی وو ددي تحقیقاتو دا مقصد وو چې کله انسان ته څه وویلي شي یا ورته لیکلي وښودلي شي نو دده په مازغو کې کوم قسم اعصابي حرکات وي
د تحقیقاتو نتیجه :
دي ډلي خپل اخري تحقیقاتي راپور کې لیکلی چې نر د خپل اوریدو لپاره یو طرف استعمالوي او ښځه دواړه طرف استعمالوي
پورتني تحقیق په ډيرو نرانو او په ډيرو ښځو وشو دي سره دا خبره ثابته شوه چې د نر او ښځي مازغه یو قسم نه دي بلکه فرق لري دا تحقیق په اساني سره پیدا کولي شي په ( انترنټ )
او دا تحقیق ( Los Angeles Time ) هم خپور کړو په 2000 کال کې
تحقیق لیکلي چې د نر او ښځي په اوریدو او کتلو کې فرق دي
تحقیق واي سړی خپل فوکس( تعین) ژر کولي شي په یو موضوع کې خو برعکس دښځي فهم خپل مقام نه تجاوز کوي
دي تحقیق د اسلام دا مهم اوصول منلي دي تحقیق لیکلي چې د نر مازغه ارتکازي او د زنانه غیر ارتکازي یعني
(Multifocus Mind)
دي
دي فرق سره همیش ددي خبري امکان شته چې دکومي خبري چې شهادت ورکول دي هغه د نر سړی مازغو پوره پوره حاصل کړي وي ,او د ښځې به ورنه مکمل ادراک نوي شوي،، بعضي ځایونو کي هغي زنانه سره د بلي زنانه ملګری ضرورت شته
همدا تحقیق د بقره سوري د ایت تصدیق کوي او دي سره امت ته دا نوره هم واضحه شوه چی الله پاک زمونږ د وجود د نس نس نه خبر دي
اوس به درته د بي دینانو قولونه هم بیان کم چي د ښځي په وړاندې دوي بیان کړي
The Autobiography of charles Darwin 1809 - 1882
کتاب د ډاروين یو قول بیان کړي
ښځه کورنۍ کار لپاره ده همدا یې پکارېږي کنه نو چي دلایلو سابقې ته چې ګورو ښځه د سپي نه هم بدتره ده
(ډاروين)
نیچه ملحد وایې!
کله هم چې ښځې ته نيږدې کيږي نو چابک وهل هیر نکړي
Nietzche on Gender Beyond Man and Women
( university of virginia press 2005)
دغه وو د بي دینانو مشران ددوي فکري مزدوران بیا هر ځاي کي د حقوق زن نعره هم وهي
وروستي