خواړه او مېنه  له یو بل سره تړاو لري؟

 
پخوانیو مصریانو به  له شاتو درمل جوړول، چې دجنسي ځواکمنتیا او  شنډتوب لپاره به ګټور وو، په منځنیو پیړیو کې به خلکو دواده په لومړۍ میاشت کې شات خوړل، انګیرنه به یې داوه، چې دا واده ته خوږوالې وربښي.
همدا راز به  چینایانو په ځینو درملو کې له مملي څخه کار اخست، چې دمینې او شوق زیاتولو لپاره یې  کار ورکولی شو.
ویل کیږي، چې دنارینه په پرتله  دمملي اغیز پر ښځه زیات وي، دا ماده  دنارینه د ځوانمردۍ لپاره ډیر ښه دی.
ټولې تازه مېوې دمینې او عشق په  زیاتولو کې پوره رول لري، دا مېوې پر حواسو، کتلو، بوی، لمس، خوند خپل اغیز پریباسي.
بويی (بهي) داسې ځانګړې مېوه ده، چې په دې برخه کې ورسره هیڅ څیز سیالي نه شي کولای، اسطوره وايي:  دا د مڼې اصلي بڼه وه، چې بې بي حواء لومړی خوړلې وه. کیله هم د مینې مېوه ده، په فلپین کې یې له ګلانو څخه د مینې خواړه جوړیږي، ډیر پوټاسیوم او ویټامین بي لري، دا د بدن د هرمون د تولید لپاره اړین دي.
انناس، توت او ځمکنی توب هم  ورته ځانګړنې لري، توت او ځمکنی توب بیا  رومانتیکې ګټې لري، دا هغه مېوه ده، چې نارینه او ښځینه یې کولای شي یو بل ته ورکړي.
 
پردې سربېره  غوښه، کبان او یو شمېر نور بوټي دعشق، مینې له نړۍ سره ټینګ تړاو لري.
سور مرچ:  له ویټامین سي څخه  مالا مال دی، د وینې جریان لپاره ګټور دی، دمکسییکو شین مرچ هم ورته ځانګړنې لري.
شنه دڼیا: دا ویټامین ای ، بی او سي لري، بل نوم یې دښکلا ویټامین دی، وسپنه هم لري، دبدن دغړو دپیاوړتیا لپاره ښه دی، دوینې جریان تنظیموي، پردې سربېره کولسترول کموي، که  دپاخه عمر خلک یې وخوري، دوینې رګون او جریان یې ورسره ارام وي. د نړۍ دبل هر ځای په پرتله د روم خلک یې پر ګټه او اغیز ښه پوهیږي.
وچه دڼیا دښځو لپاره ډېره ښه ده، احساس ډیروي، دبدن سستي ورسره ورکیږي، باید به ټاکلې اندازه وخوړل شي.
 
لونګ: دطبیعي مېنې له مهمو خوړو څخه دی، درواني او فزیکي کمزورتیا لپاره ښه دی، که دچا حافظه کمزورۍ وي د لونګ خوړل ورته ګټه رسوي.
سونډ / ادرک : دا په هغو خوړو او څښاکو کې کارول کیږي، چې حواس رابېداروي. که ټاکلی اندازه وخوړل شي د روغتیا لپاره ډیر ګټور دی او که  اندازه یې ډیره شي د زړه بداوې لامل ګرځي.
 
سره ملۍ: د سرې ملۍ په سر کې داسې ګټورې ځانګړنې شته، چې د خوړولو او مینې لپاره ښې دي.
مسک، چارمغز، زعفران هم د سکس او کوروالي لپاره ګټور دي.