د پرله پسې سمونې فورمول

 
لیکوال: براین ټریسي 
ژباړن: مشتاق رحیم 


خپل کاري ژوند د چټک پرمختګ په لار واچوئ
ډیر کارونه دي چې تاسې یې په کولو سره خپل کاري ژوند د چټک پرمختګ په لاره اچولې شئ- تاسې د خپل ژوند هرې برخې دپاره واضحه او ځانګړې موخې ټاکلې او د هغو د ترلاسه کولو دپاره پلان جوړولې شئ- تاسې خپل کار پلان کولې او په خپل پلان کار کولې شئ- 
 
د سترو مسولیتونو غوښتنه وکړئ 
تاسې۱۰۰٪ مسولیت د هر هغه څه چې یاست او هر هغه څه چې غواړئ و اوسئ په غاړه اخیستې شئ- تاسې د پلمو جوړولو څخه ځان ژغورلې شئ او په نورو پړه اچولو څخه ځان ساتلې شئ- تاسې خپل د کار ځاې مشر ته د لا ډیرو مسولیتونو د اخیستو دپاره ځان وړاندې کولې شئ او چې کله دغه مسولیت واخلئ نو خپل زړه په ټولیزه توګه د دغه کار په خورا ښه ډول ترسره کولو کې بوخت کړئ.

خپلو ذاتي وړتیاو څخه کار واخلئ 
د عیسایانو په یو مذهبي کتاب کې د وړتیاو په اړه یوې کیسه ګۍ کې ویل شوي دي چې خدای واي، " اې نیک او د عقیدې خاونده بنده، تا په وړو شیانو باندې ټینګ باور درلودلې دې- زه به تا د لویو شیانو څښتن کړم"-  
 
که ته هم هره دنده د خپل وړتیا سره سم په ښه ډول ترسره کړې نو تاته به له هغې څخه لوې او لا نور مهم کارونه د کولو دپاره درکړل شي چې په پایله کې به یې درته لا ډیر معاش درکول کیږي-
 
ځان د پرله پسې ځان جوړونې ته وقف کړئ
د اوږد مهاله بریا دپاره مهم څه ځان د پرله پسې ځان پیاوړي کولو ته وقف کول دي- که تاسې د خپل ځان ګټورتیا په هره ورځ کې د یو سلنې لسمه برخه زیاته کړئ نو دا به ستاسې په یوې کاري ورځې کې ۱۰۰۰/۱ د ځان ښه کولو باندې تمام شي - آیا دا شونې ده؟ بیخي شونې ده! 

په یو وخت کې لږ ښه والې ترلاسه کړئ 
که تاسې هره ورځ د یوې سلنې لسمه برخه ډیر ګټور (productive) و اوسئ نو دا په هره اونۍ کې د ۱٪ نیماي (۰.۵٪)جوړوي. په هره اونۍ کې د نیمې سلنې زیاتوالې په هره میاشت کې دوه سلنه د تیر سره په پرتله د ډیرې ګټورتیا منځ ته را ولي او هره میاشت د ګټورتیا دوه سلنه زیاتیدل په کال کې ۲۶٪ د ډیرې ګټورتیا لامل کیږي. 
 
په خپل مسلک کې ورځنۍ کوچنۍ پیاوړتیا او د ګټورتوب زیاتولې په مجموع کې ستاسې ارزښت اولاسته راوړنه د وخت په تیریدو سره ډیروي. 
څنګه خپل ګټورتوب یوه په دوه کړو 
په ګټورتوب کې هر کال ۲۶٪ ډیر والې، او د هر کال ۲۶٪ د ګټورتوب ډیروالې چې ستاسې په عادي ګټورتوب کې جمع شي نو په ۲.۷ کلونو کې ستاسې ګټورتوب یو په دوه کیږي. که تاسي هر کال ۲۶٪ ګټورتیا مو ډیره کړئ او په اصل باندې د هر کال د ګټورتیا د زیاتیدو د ورزیاتولو نه وروسته دا په لسو کې ضرب کړې شي نو تاسې به په را روانه لسیزه کې ۱۰۰۴٪ ډیر ګټور شئ. دا به په لسو کلونو کې دګټورتوب لس چنده زیاتولې وي.
 
د ټولو لویو بریاو لامل 
دا د را غونډونې قانون بلل کیږي، یا هم د ښه والي د زیاتونې اصل. دا د بریا د ټولو سترو کیسو لومړنې لامل دې.یو ګز ټوپ وهل ګران دي خو انچ په انچ مخته تګ اسانه. 

۱۰۰۰٪ شخص شه
همدا اوس یوه پریکړه وکړئ چې ۱۰۰۰٪ شخص جوړیږم.د ځان د دوامداره شخصي او مسلکي پرمختګ موخې ته تعهد وکړئ. لوست وکړئ، او غږیز دشخصي وړتیا لوړونې پروګرامونه واورئ او د خپلې خوښې مسلکي لنډ مهاله کورسونو کې ګډون وکړئ. دا بهیر به ستاسې ټول ژوند په ټوله مانا سره واړوي.  
 
عملي تمرین 
دلته درته دوه لارښونې وړاندې کیږي چې په پلي کولو به یې تاسې وړاندې کړې شوې لارښونې په چټکۍ سره د عملي کولو جوګه شئ: 


لومړې، هره ورځ د لږ غوندې ښه کیدو پلان جوړ کړئ. هره ورځ یوه داسې نوې مفکوره چې ستاسې په خپل کار کې د ګټورتوب او اغیزمنتوب لامل شي زده او پلي کړئ. غوړیدونکې اغیز به تاسې حیران کړي.  

دویم، صابر و اوسئ.د چټک بدلون او یا سمدلاسه پایلو تمه مه کوئ. د شمشتۍ او د سوی کیسه په یاد ولرئ. هره ورځ ځان لږ ښه کړئ، ستاسې راتلونکې به پخپله ښه شي.