
د زړه راښکون (کریزما) کیلي
لیکوال: براین ټریسي
د زړه راښکون یا جذابیت او په ژوند کې د بریا ترمنځ نژدې اړیکه ده- ستاسې د بریا او خوشالۍ کابو ۸۵ سلنه به ستاسې د نورو سره اړیکو او راکړې ورکړې څخه ترلاسه کیږي- څومره چې نور خلک تاسې سره مثبت کړه وړه ولري، همدومره به تاسې ته د هغه څه چې تاسې یې غواړئ ترلاسه کول اسانه وي-
د جلبونې قانون
کله چې مونږ د زړه راښکون په اړه بحث کوو مونږ اصلاً د جلبونې په قانون باندې خبرې کوو- د تیرو پیړیو په اوږدو کې دغه قانون په بیلا بیلو بڼو کې وړاندې شوې دې خو دا له اره دا واي چې تاسې د خپل ژوند لور ته هغه خلک او حالات چې ستاسې بنسټیزو اندونو سره سمون خوري را جلبوئ-
تاسې یو ژوندې مقناطیس یاست
په بل عبارت، تاسې یو ژوندې مقناطیس یاست او تاسې پرله پسې د مفکورو وړانګې لکه د یوې رادیو په څیر، چې د غږ وړانګې خپروي، خپروئ چې هغه بیا له نورو خلکو لخوا ترلاسه کیږي- ستاسې مفکورې، چې ستاسې احساسات یې پیاوړي کوي، لکه څنګه چې د رادیو وړانګې د بریښناي ټکانونو په واسطه ځواک پیدا کوي، له تاسې څخه دباندې ځي او د هغو خلکو لخوا ترلاسه کیږي چې د هوا په هماغه څپو چې تاسې په کې یاست شتون لري- بیا تاسې د خپل ژوند لورې ته خلک، اندونه، فرصتونه یا موکې، سرچینې، حالات او هر هغه څه چې ستاسې مفکورې سره سمون خوري را جلبوئ-
د جلبونې قانون دا هم واضحه کوي چې څنګه تاسې کولې شئ د خپل زړه راښکون کچه لا پسې پیاوړې کړئ ترڅو تاسې لا ډیر او پوره مثبت اغیز په هغه خلکو چې مرستې، ملاتړ او د مینې غوښتونکې یې یاستئ ترلاسه کړئ-
ستاسې په اړه د نورو انګیرنه هر څه دي
د زړه راښکون په اړه تر ټولو مهمه خبره چې باید په یاد وساتل شي هغه دا ده چې دا تر ډیره بریده ستاسې په اړه د نورو انګیرنې پورې تړلې ده- دا په دې پورې اړه لري چې خلک ستاسې په اړه څه فکر کوي- د بیلګې په ډول یو څوک دیو چا دپاره زړه راښکون یا کریزما د هغه کس په اړه دریم کس ته د هغه د ډیرو صفتونو کولو له لارې جوړولې شي- که چیرې تاسې په دې باور یاست چې لږ ساعت وروسته یو برجسته او مهم چا سره لیدنه لرئ نو دغه کس به تاسې دپاره په ځان کې زړه راښکون لري-
د کلکتې ټریسا ادې
د کلکتې ټریسا ادې د نړې تر ټولو ډیره کریزما درلودونکو خلکو له ډلې څخه وه- په فزیکي لحاظ هغه غلې، زړه، کمزورې او غریبه ښځه وه او هغه به د کلیسا د خدمتګاره ښځو ساده کالي اغوستل- که چیرې هغې حیرانونکې زړه راښکون نه درلودې او همدا راز د هغې لخوا غوره شوې ظاهري بڼې شهرت نه وې موندلې نو هغې ته به له کوڅې یو تیریدونکي کس له کتو پرته تیر شوې وې-
تاسې به څنګه احساس وکړئ؟
که یو څوک درته ووایي چې هغه تاسې یو ډیر لایقه، په خپل مټ رسیدلي شتمن ته ورپیژني، داسې یو چاته چې ډیر غلې او په خپلې بریا باندې مغروره نه دې، تاسې به په طبعي ډول هغه د زړه راښکون خاوند وګڼئ، او د هغه په شتون کې به تاسې هغه ډول برخورد ونکړئ کوم چې به تاسې د هغه په اړه له مالوماتو درلودو پرته کولو- زړه راښکون تر ډیره تاسې ته د ځیر کس په ذهن کې پیل کیږي-
پایدونکې زړه راښکون په هغه څه چې تاسې یاست متکي دې نه دا چې تاسې څه کوئ-
په دوامداره توګه هڅه وکړئ چې د نورو خلکو ستاسې په اړه انګیرنې سمې او ښې کړئ ترڅو ستاسې اغیز پر هغو باندې زیات شي- یو ژوندې مقناطیس و اوسیږئ-
عملي تمرین
دوه شیان درته دلته ښودل کیږي چې په مرسته به یې درته وړاندې کړې شوې خبرې په عمل کې په کار اچول اسانه کړي:
لومړې، د هغو پیغامونو په اړه او د خلکو ستاسې په اړه د انګیرنو په اړه واضحه او روښانه و اوسئ- دا مالومه کړئ چې آیا ستاسې په اړه د خلکو انګیرنې د هغه څه سره چې تاسې غواړئ و اوسي همغږي او سم دي؟
دویم، هره ورځ ځان وګورئ او ځان د مهم، پیاوړي او جاذبه شخص په توګه انځور کړئ- نورو سره هغه ډول برخورد وکړئ ګوندې تاسې په رښتیا پیاوړي، نامتو او اغیزناک یاست- ترڅو چې یې په رښتیا ترلاسه کوئ، تمثیل یې وکړئ!