د خپل د کار ځای ښه په پام سره وټاکئ 

 
لیکوال: براین ټریسي 
ژباړه: مشتاق رحیم


یوازې په رښتیا تکړه خلک په یوه اداره کې شته سیاستونو څخه خلاص وي- ستاسې په خپل کار کې پوره تکړه توب تاسې د شته سیاستونو څخه خلاصوي- هغه خلک چې په خپل کار کې پوره وړ نه وي او په سمه توګه خپل کار نه شي کولې اړ دي چې سیاسي لوبې وکړي- څیړنې ښاي چې دغه خلک په لنډ مهال کې بریالي وي خو چې کله خلک په دوي باندې پوه شي نو بیا دوي ناکامۍ سره مخ کیږي.

هغه څه وکړئ کوم چې تاسې باید وکړئ

خپل کار په پوره پام سره وټاکئ . که چیرې تاسې خپل کار سره دومره مینه نه لرئ چې تاسې اړ باسي چې دغه کار تر ټولو په ښه ډول وکړئ نو بیا دا کار پریږدئ! له بیخونده او بې تسله دندې څخه داسې تیښته وکړئ لکه څنګه چې له یوې داسې ودانۍ چې اور پرې بل وي تیښته کیږي. په یو داسې څه کار کول چې تاسې ته کوم اهمیت نه لري د ژوند د ضایع کولو تر ټولو سمه لار ده. په یاد ولرئ چې دا اوسنې ژوند مو کوم بل ژوند دپاره تمرین نه بلکې اصلي ژوند دې، ضایع کول یې د ژوند ضایع کول دي.

داسې ځای ولټوئ چې د ښه کار بدله ورکوي 

یوه لار چې ستاسې د کاري ژوند د چټک پرمختګ لامل کیدې شي هغه د سمې کمپنۍ او د سم مشر دپاره کار کول دي. سمه کمپنۍ فعاله (ډاینامک)، د پراختیا په حال کې، نویو اندونو دخپلولو په وړاندې خلاص ذهنه او د نوښتګرو او هڅانده خلکو دپاره د موکو او فرصتونو ډکه وي-

پرمختګ څنګه وکړو

څه موده وړاندې یوې میرمنې د یو سیمینار پر مهال ماته را په یاد کړل چې کابو دوه کاله ترمخه يې په یو سیمینار کې زما څخه یوه پوښتنه کړې وه. هغې راته ویلي وو چې هغه ډیره هڅانده او زیار کښه ده خو هغه لوې شرکت کې چې دا پکې په کار بوخته وه د دې د پرمختګ مخه پکې ډب وه. هغه په دې اند وه چې په دغه شرکت کې ډیرې مشران هغه نارینه چې عمرونه یې له پنځوسو اوشپیتو کلونو لوړ وو د اختیار خاوندان وو او هلته د ښځو دپاره د مسولیت ډکې دندې ترلاسه کول ګران وو. پوښتنه یې رانه وکړه چې څه وکړم؟  

کله چې اړتیا پیخه شي، دنده مو بدله کړئ

ما هغې ته ډیر واضحه وویل چې په اوسني کار ځای کې د کار پر مهال هغه د دغه حالت د بدلولو دپاره هیڅ هم نه شي کولې. دغه مشران او د دغه شرکت د کار کولو طریقه نه بدلیدونکې ده. ما هغې ته وویل چې  که ته چیرې همدومره تکړه یې لکه څنګه چې دې وویل نو یوې نوې، د پراختیا په حال داسې یو شرکت سره چې هغو ته کار مهم وي نه د کار کونکي جنس کار پیدا کړه.
 
د یوې بریا کیسه

هغې راته وویل چې هغې زما لارښونه په داسې حال کې پلي کړه چې نورو ملګرو کارکونکو یې د دغه پریکړې مخالفت وکړ- یادې میرمنې په یو واړه خو مخ پر ودې شرکت کې کار واختیست، دا هماغه څه وو چې ما ورته ویلي وو. هغه میرمنې ته په ۱۴ میاشتو کې دوه وارې ترفیع ورکړل شوې وه او د دندې څخه یې عاید هم د تیرو کلونو او د تیر شرکت په پرتله ۴۰سلنه پورته تلې و. 

عملي تمرین
 
دلته درته دوه شیان وړاندې کیږي کوم چې تاسې به د سم کاري موقف ګټلو کې مرسته وکړي: 


لومړې، دا یقیني کړئ چې تاسې د خپل کار څخه پوره خوند واخلئ او تاسې دا کار په پوره توګه ښه کوئ. که ستاسې یوه دنده خوښه نه وي نو کله به هم په هغې کې بریالي نه شئ. 


دویم، ځان باوري کړئ چې ستاسې دپاره ستاسې په شرکت کې د پرمختګ او زدکړې  پوره موکې او فرصتونه شته. ستاسې راتلونکې ډیر ارزښتمن دې او په دې نه ارزي چې په داسې ځای کې چې د پرمختګ فرصت پکې نشته ضایعه شي.