خنډونه مو له لارې لرې کړئ!

 
څه فکر کړئ هغه وګړي، چې د خپلو تازه او نویو موخو ته د رسېدو لپاره ناهيلي شوي څو ځله یې خپله هڅه کړې، تر څو په خپلو دندو کې بریالي شي؟ په منځنۍ ډول له یو ځل او یا هم له یو ځل څخه کم.
ډېری وګړي د لومړي ځل هڅې څخه مخکې د یوې دندې یا هم چارې د دوام څخه ناهيلي کېږي، د ناهیلي کېدو او ماتې خوړلو لامل یې همدا دی، چې ټول خنډونه، ستونزې او سختۍ د لومړي ځل لپاره د یو کار د ترسره کولو سره یو ځای د هغوی مخې ته ورځي.
ريښتیا خبره داده، چې بریالي وګړي بېلابېلې لارې چارې ټاکي، ماته خورې او تجربه کوي يې، خو بیا ځلي په پښو ودرېږي او تر هغه پورې دې لړۍ ته دوام ورکوي او تکرار کوي یې تر څو، چې بریا په خپله غېږ کې ونیسي.
نا بریالي وګړي بیا ډېرې کمې برخې ازمایي، هر ځلې ماته خوري او ډېر ژر میدان یوازې پرېږدي او د خپلې زړې دندې او موخې پسې روانېږي.
په هره دنده یا هم چاره کې ماته خوړل شتون لري، هڅه وکړئ سره له ماتې خوړلو بیا هم خپل کار ته دوام ورکړئ نو پدې صورت کې به حتماً تاسې خپلو موخو او بریا ته رسېږی.
همدا ستونزې او سختۍ دي، چې ستاسو د بریالي کېدو په لاره کې درته خنډونه ګرځي، خو که کله د همدغو ستونزو او خنډونو پر وړاندې ودرېږئ او د لمنځه وړلو هود یې وکړی نو لرې به نه وي، چې په ډېره کمه موده کې بریا ته ورسېږئ.