دپاکستان په ځانمرګي بريدونوکې تراوسه 619 کسان وژل شوي

انګريزي ژبي ((نيوز)) ورځپاڼې دپاکستان دفډرال پوليسودڅيړنوپربنسټ راپورورکړی ،چې په تيروپنځه کلونوکې په پاکستان کې دځانمرګي بريدونوله امله تردې مهاله 619 کسان وژل شوي . راپورونه وايي ، چې په دې موده کې په 41 بريدونوکې 1511 تنه ټپيان شوي هم دي .
يوازې په تيره اونۍ کې په نهوبريدونوکې 161 تنه پوځي اونورکسان وژل شوي اوتر300 زيات کسان ژوبل شوي .
ورځپاڼې زياتوي ،اورپکوځانمرګي بريدونوته له هغې راهيسې نورهم زور ورکړی ،کله چې حکومتي ځواکونود((لال جومات )) او((حفصه )) مدرسوباندې بريدوکړ .