
لیکواله: زرغونه حداد
ګران پلار قدرت الله حداد پینځمه کلیزه
نن یو ځل بیا هغه توره ، درد او اوښکو نه ډک ورځ په ځرګندیدو دی. وایی چی وخت د زخم دوا دی مګر په دی حصه کې چی څومره وخت تیریږی د زړه درد نور هم زیاتیږی. کم نشو دا دمینې سمندر په تشیدو، چی څومره هیرومه هومره مي په زړه راوریږی. په کال ۲۰۱۱ په ۱۵ دسمبر پنجشنبې په ورځ په سهار ۹ بجو زما ګران پلار خپل ابدی سفر پیل کړو او دی فانی دنیا نه ډیر شجاعت سره رخصت شو. هغوی نه یوازې یو مهربان پلار وو بلکه یو روانی او روحانی پیشوا هم وو. د هفوی یو لفظ خبره سره زما دنیا به بدلیده. هغوی د مهربانی ، شفقت، پرهیزکاری، متانت، مستحکم اراده او په خپل اصولو ولاړ یو عظیم او پروقار شخصیت وو. خداې بخښلی قدرت الله حداد خپل ټول ژوند په سیاست، د ملت په خدمت او ملت په مینه کې وقف کړي وو. هغوی خپل قلم سره مینه درلوده، قلم سره پیدا وو او قلم سره دی دنیا نه رخصت شو. مادیات، مقام او دولت سخت برخلاف وو.
هیواد کې دننه او هیواد نه بهر پیشنهادونه یې په ډبر متانت سره مسترد کړی وو. هغوی وینا وه، زما هغه مقام او دولت نه دی پکار کوم چی زما د ملت په وینو تمامبږی. دومره پیسي به یې ځان سره ساتلي کومې چی هغوی ضرورت درلود. یوه ورځ مې ورته ووییل چی پلار جان دوه روپي راکړه، هغوی راته ووییل چی بچې لاړ شه زما کرتی جیب نه راواخله. حیرانه شومه او منډه مې کړه او جیبونه لټول مي شورو کړل خو مایوسه بیرته راغلمه. نو د پیسو مینه والو خلکو نه دا خواهش دی چی پیسو سره ډیره مینه تباهی راوړی. زما ګران او قدرمند پلار حداد صیب خپل ټول جاییداد بیوزلو خلکو ته پریښودلې وو. د هغوی خواهش مطابق دا خیریه کار اوس هم جاری دی. هغوی مختلفو ویب پانو او اخبارونو سره قلمی همکاری درلوده. محترم صافی صیب خپله ویب پانه د هغوی په نوم ډالی کړی ده. او د افغانستان لرغونی تاریخ باندي یی څیړنی کړی. هغوی د اثارو له جملې څخه دوه جلده کتاب ؛؛د افغانستان ملی تاریخ او فلسفه؛؛ چاپ ته رسیدلې او نورو مفصلو مالوماتو د پاره ګران مینه وال لاندینی ویب پانې نه مالومات اخیستې شی.
www.haddadfarhad.info
ګران پلار په عقیدت د حمزه بابا دا شعر ډالی کوم
چی جهان مي پرې روښان و هغه دا و: چی موسکې مې پرې وجدان و هغه دا و
په ځوانانو کي چی ځوان و هغه دا و: په آدمو کۍ انسان و هغه دا و
تواضع او په سخا کي لکه مځکه: په لوړتیا لکه آسمان و هغه دا و
په ظاهر ساده ، دننه فخر علم: آیینه چې د عرفان و هغه دا و
په معنی و سمندر، بې نوایی کې: بیا همه بیان بیان و هغه دا و
چې به تل وی پرې تازه د زړونو للمې: د رحمت چی پرې باران و هغه دا و
یو موټی او سروړی افغانستان په هیله