
لیکواله: زرغونه حداد
زمونږ خلک کالونو راهیسې مختلفو ازمایشونو او تکلیفونو نه تیریږی. په خاص ډول هغه طبقه خلک چې اقتصادی حالت یې ښه نه دې. دا هغه غیرتمند خلک دی چې په خپل مټو، خواری، محنت، د حلال روزی او د روزګار په تلاش کې سرګردان دی. د دی طبقه خلکو د فامیل تعداد هم ډیر زیات وی او د لوې فامیل درلودلو یو لوي مقصد یی دا وی چې واړه واړه بچی په مختلو کارونو کې واچوی او په دې طریقه د روزګار یوه ذریعه فراهم کړی. دا طبقه خلک یو ځل بیا د ازمایش دور نه تیریږی. هغه دا چې دوی په مختلفو ملکونو کې خواره شول، خصوصا زمونږ ګاونډ ملک پاکستان کې. له زرګاوو تکلیفونو نه پس څه نه څه ژوند یی ځان ته برابر کړو، نن دوی یوځل بیا د نا امیدی په عالم کې یوې نامالومی لارې ته روان دی. کاش چې دا خلک په خوشالی او سرلوړی طریقې سره خپل هیواد ته راستنه شوی وې. دی خبرې نه هم باید مونږ سترګې پټې نه کړو چې د همدې هیوادونو مرستې له کبله مونږ او مونږ بچی یو ځاې ته رسیدلی دی. اوس زمونږ انسانی او وجدانی وظیفه دا دې چې مونږ دې راستانه شوی افغانانو ته ښه راغلاست اووایو ځکه چې دا زمونږ خپل خلک دی او خپل ملک ته راغلی دی. ځکه چې د ژمی ظالم څپیړې هم روانې دی او یواځې حکومت د پاره دا کار ممکن نه دې تر څو چې د بهرنی ملکونو، کوم افغانان چې ملک نه بهر او یا افغانستان کې دننه ژوند کوی کومک شامل نه وی. د حکومت او عوام تر مینځه باید یو اعتماد قایم وی، ولې چې دی خلکو ته یوازې پناه ځایونه کافی نه دی. دی سره نور ډیر مشکلات تړلی دی. د دوی نورو اړتیاو ته باید پاملرنه اوشی. نن زمونږ په هیواد کې یو داسې اضطراری او ازمایشی حالت روان دی چې دا د سیاست، شهرت، دولت او رتبه وخت نه دې.
د یو سرلوړی او آزاد افغانستان په هیله داسې وخت راشی چې زمونږ ذهین او شهامت خلکو ته دا موقعې ورکړل شی چې خپل ذهانت او هنر د خپل وطن په بیا ودانی کې استعمال کړی.
زړه ځما ډک دی له مینې د وطن. خپل وطن ما ته عزیز دی تر خپل تن.
هر یو ګل مې د وطن پر ما ډیر ګران دی. تر کشمیره تر یا ریشه تر لندن.
شیرین ځان مې په شیرین وطن فدا دی. زه خو دا رنګه فرهاد یم کوهکن.
ګلستان مې د وطن لا درکنار وی. خارستان مې د وطن راته ګلشن.
چې په زړه کې چې جنون د وطن نه وی. د هغه زړه خداې همیش لری غمجن.
که څه ډیر دی په جهان عزتونه. ډیر عزت دی په خدمت د وطن.
سراج الاخبار