
زموږ ګران وطن نه یوازې یو تاریخی ملک دی بلکه جغرافیايي موقعیت یې هم ښکلې دی، یعنی د اسیا زړه. دا ټولو ته څرګنده خبره ده چې افغانستان شل زره کاله زوړ تاریخ لری دلته مدنیت و، ښارونه وو، فلز جوړ او استمال شوی دی، ریل او د ریل خط موجود وو چې تر ۱۹۸۰ پورې یوه برخه یی چهل ستون قصر دارالامان سره موجود وو. زموږ مبارز خلکو غوښتل چې زمونږ ملک پرمخ لاړ شی چې دا زمونږ بنیادی حق دی.خو مونږ د ښه نه په ښه تلاش کې شل زره کاله وروسته لاړو یعنی خلک اول ترخه خوری بیا خواږه مګر مونږ اول خواږه اوخوړل بیا ترخه.
کله چې افغانستان کې کودتا وشوه زه ډیره وړه ومه، د ویرې او خاموشۍ فضا وه، نه پوهیدمه چې دا څه دی. زما خدای بخښلی پلار قدرت الله حداد بهر ګاونډیانو سره یی خبرې کولې، ما لاسونه په زنګانه یی راتاو کړی وو او پاسه مې ورته کتله او ورته مې وویل چې پلاره څنګه شو؟ هغوی وفرمایل؛ بچې ښه او نشو؛ د هغویی په دی خبره کې یو حقیقت او یوه فلسفه پټه وه. چې نن په حقیقت کې بدل شوی دی.
څنګه چې احمد شاه بابا وایی :
د حمید او فرید دور به بیا شی که زه وکاندم په هر لوری تاختونه
دا واضح خبره ده چې بچی به ځوانان شی تعمیرونه او ښارونه به ودان شی مګر زمونږ تللی خلک به بیرته رانشی. زمونږ تاریخی اثار به بیرته رانشی. چې دا یوه لویه ملی ضایع دی. مونږ په ملکونو تقسیم شوو، مختلف کلتور او تهذیب مو خپل کړل خپله ژبه خپل تلفظ مې د لاسه ورکړل، ځینی بی لارې شول، کورنئ سلسلې ماتي شوی. نن څومره مونږ روانی مریضان او معیوبین لرو، هره ورځ مختلف درد نه ډکې حادثې خصوصآ زمونږ بی وژله میندې او ماشومان سره ګیږی، ولې چې د کور سربراه په روانی او اقتصادی مشکل سره پیښه ده. په دی ۴۰ کالو کې په مونږ باندې کومې تجربې و شوی ،مونږ اوینځل شو، کنګال شو. اوس باید په هغه نڅوړ باندې کار وکړو یعنی یو ځل بیا لاس په لاس ورکړو. او د یو بې طرف، پرمختللی او لوئی افغانستان باندې کار وکړو.
مونږ باید سیاست پریږدو. مونږ ډیر تکړه خلک هیواد کې دننه او هیواد نه بهر لرو لکه ډاکټران، اینجینیران، قانون پوهان، سرمایه داران ، ورزش کاران او په نورو شعبو کې رسیدلی خلک چې د نورو ملکونو فخر جوړ شوی دی. هیله ده، چي یوه ورخ دوی خپل هیواد ته بیرته راوګرځی او دا افتخار خپلو خلکو او خپل ملک ته ورکړی. لکه څنګه چې لوئی سکندر ټول ملکونو فتح کولو نه پس چې افغانستان ته راورسیدل نو خپل مور ته یی خط اولیږل چې مورې ته فکر کوي چې ستا ځوی لوئی سکندر دی مګر دلته هر یو سکندر دی.
نو ګرانو هیوادوالو د څپیړ جواب په څپیړه څه مشکل خبره نه ده ،خو زمونږ مذهب مونږ ته د صبر او زمونږ افغانیت مونږ ته د ننواتی [سوله] تربیت راکړی دی.
د یو آزاد، آباد او یو موټی افغانستان په هیله .
آن دیار خوش صبا وپاک بون باد او خوشتر از باد شام و روم
ساکنانش سیر چشم و پر گوهر مثل تیغ از جوهر خود بی خبر