کله چې د لوړو موخو د لاسته راوړلو پسې ووځی نو باید د دې وړتیا هم ولرئ، چې وکولای شئ خپله دنده مو له سره هم پیل کړی.
هېڅکله ځان ته اجازه مه ورکوئ کومې پرېکړې مو، چې پخوا وختونو کې نیولې وې د هغې له مخې تاسو په یو ځانګړي حالت کې نیولي یا هم تړلي پاتې شئ.
ټول فکر مو راتلونکې ته ونیسئ او د خپلې راتلونکې په هکله فکر وکړئ.
نن ورځ ډېری هغه وګړي له خپلو زدکړو، دندو او کسبونو څخه د واټن اخیستو او د یو نوې دندې او کسب په لټه کې دي.
دوی دومره له خپل ځان سره ریښتیني دي، چې دا ومني په اوسنۍ دنده کې يې چندان په زړه پورې راتلونکې نه تر سترګو کېږي، او خپل ټول فکر او هلې ځلې د هغې دندې لپاره په کار واچوي، چې په هغه کې ښه راتلونکې ولري.
د خپل ځان او ژوند تر منځ مو د سرحد ټاکلو لپاره باید حقیقتونه هغه که هر ډول وي ومنئ، هماغسه «هارولد جنن» وایي؛ ( واقعیتونه دروغ نه وایي ).
د ريښتینو واقعیتونو پسې وګرځئ، نه د هغه څرګندو، ښکاره او هغه واقعیتونو پسې، چې ستاسو زړه یې غواړي په هغه ډول وي.
کوم څه، چې د غوره پرېکړو نیولو لپاره اړتیا لری، هغه ریښتیني واقعیتونه دي په همدې سبب د واقعیتونو منل کولای شي ستاسو په غوره پرېکړو نیولو کې ډېره اړینه مرسته وکړي او همدا غوره پرېکړې مو بریا ته رسوي.