د ښو په لټه کې شئ!



پیاوړي وګړي په هر حالت او هر ځای کې د ښه توب او يا ښه والي په لټه وي، دوی پوهېږي، چې ښه تل شتون لري.
اصلاً دوی ته دا اهمیت نلري، چې څو ځله یې چاره وځنډول شي او یا یې له سره پیل کړي، ځکه هره پېښه، چې دوی ته لوېږي د ښو په تمه یې وي.
دوی باور لري، چې هره ماتې او ځنډ په اصل کې د دوی د نخشې هغه برخه ده، چې دوی ته د یو ستونزمن بریالیتوب په لور لارښوونه کوي.
که چېرې ستاسو باور او عقیده تر ډېرې کچې مثبته وي، نو له هرې ماتې، ځنډ او هرې غوټې، چې ستاسو په چارو کې لوېږي نو له هغه څخه به با ارزښته درس او پند واخلئ.
دا ډاډ به تر لاسه کړئ، چې د وروستي بریالیتوب په لاره کې مو ډېر درسونه او پندونه شتون لري، او پدې سبب د هرې ستونزې لپاره به د پند او عبرت تجربې په سترګه وګورئ.
« ناپلئون هېل » په یو ځای کې لیکلي: ( هر خنډ او هره ستونزه د یوه بریالیتوب او یا هم له هغه څخه د دوه برابره ګټې لامل کېږي).
په دې ډول انګېرلو او کتنې هر څه، چې درته پېښ شي مثبت اړخ ولري که منفي اړخ د خپلې اصلي موخې لپاره به مو لار درته پرانیزي.