په خوست کې د۴۴۴زره ډالرو په ارزښت د چرګوړو د تولید مرکزپرانېسته وشوه

 
د خوست ولایت د مرکز اړوند په صحراباغ سیمه کې د څلورسوه څلورویشت زره ډالرو په ارزښت د چرګوړو د تولید مرکزچارې چې څه موده وړاندې پيل شوې وې نن رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېسته وشوه چې هره میاشت به  د(۱۵۸۰۰۰) یو سلو اته پنځوس زره چرګوړو د تولید ظرفیت ولري او ترڅنګ یې د نسلي چرګانو د تولید فارم د جوړولو چارې هم پیل شوې چې د (۱۰۰۰۰) لسو زرو په شمېر سره نسلي چرګان به  په کې روزل کیږي .
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس سمیع الله نصرت وویل چې دغه مرکز د کارډېف پروګرام او خصوصي  پانګه وال په مشترکو امکاناتو جوړ شوی چې د ساختمان له بشپړېدو وروسته به د چرګوړو د تولید ماشینونه هم  ور ته راورسیږي .
ده زیاته کړه چې پدغه پروژه کې د چرګوړو د تولید ترڅنګ د نسلي چرګانو د روزنې برخه هم شتون لري چې د لس زره چرګانو د تولید او ساتنې ظرفیت لري.
د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا یا کارډېف برنامې ولایتي مسوول  حیات وزیر عرفان خوست والي او ددې ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د خپلو ټولو پروژو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي  ترڅو  کارونه يې په لوړ کیفیت سره سرته ورسیږي .(کلېپ)
د ولایتي شورا مرستیال جان میرځاځي په خپلو خبرو کې د ولایتي ادارې له هڅو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل پدې وروستیو کې د ځايي ادارې په هلو ځلو داسې کارونه پيل شوي دي چې دخوست زراعت او اقتصاد ورسره په خپلو پښو ودرېدلی شي .د نوموړي په وینا که ولسونه په ورته توګه د خپلې ادارې سره همکاري ولري نو لرې به نه وي چې د ا ولایت به له سترواقتصادي پرمختګونو برخمن شي .
قومي مشر مدیر شریف الله په دې وروستیو کې د ټولو پرمختګونو خو په خاص ډول د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د روانو پروژو هرکلی او ملاتړ وکړ او دغه پروګرامونه یې ددغه ولایت په ابادۍ او پرمختګ کې خورا اساسي وبلل .
نوموړي ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې دخوست قومونه به په ټولو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکو ي ترڅو دغه مهم پروګرامونه چې دخوست رغونې او ترقۍ لپاره پيل شوي دي په پوره بریالیتوب سره سرته ورسیږي .
خوست والي پوهنمل  حکم خان حبیبي د خپلې وینا پرمهال  پدې خوښي  څرګنده کړه چې د نورو پرمختګونو ترڅنګ اوسمهال په خوست کې د کرنې  او مالدارۍ په برخو کې هم اغېزمن کارونه پيل شوي چې د دې کارونو په بشپړېدو سره به دخوست په زراعتي اقتصاد  د پام وړ مثبت اغېز وکړي .
حبیبي وویل تر دې دمه له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان او په خاص ډول خوست ولایت ته په زیاته کچه غوښین  او نسلي چرګوړي را واردیږي چې کیفیت یې هم د ډاډ وړ نه دی  ، نو په همدې اساس په کار ده چې افغان پانګه وال پدغه برخه کې خپلې پانګې په کار واچوي .ده وویل ویاړي چې نن په خوست کې د غوښینو او نسلي چرګانو د تولید د یوه داسې ستر مرکز چارې پيل شوي دي چې په یوه میاشت کې به (۱۴۸۰۰۰) زره چرګوړي تولیدي او وروسته به نورو فارمونو ته توزېع کیږي چې پدغه کار سره به  زموږ خلک  د پرادیو او ناروغو چرګانو پرځای دخپلو وطني تولیداتو برخمن شي .(کلېپ)
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي په ټولو خوستمېشتو ولسونو غږ وکړ چې خپل محصولات ا وتولیدات ویاړ  وګرځوئ او د پرادیو تولیداتو پرځای خپلو افغاني تولیداتو ته لومړیتوب ورکړئ .
ښاغلي حبیبي زیاته کړه په خوست کې هرډول پانګې اچونې ته  امنیتي،اقلیمي،سیاسي او ټولنیز شرایط برابر شوي او ولایتي اداره چمتو ده چې د دوی لپاره په هره برخه کې لازم امکانات برابر کړي په همدې اساس  نوموړي په ټولو پانګه والو غږ وکړ چې را دې شي او په خپل ګلالي خوست کې دې پانګه اچونه وکړي .
ښاغلي حبیبي د خوست دکرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ته لارښونه وکړه چې ټول بڼوال او بزګران  په ځانګړو کوپراتیفونو کې منظم کړي ترڅو د دوی له یووالي او متحد فعالیت له امله زراعتي اقتصاد پياوړی او خلکو ته په خپلو ځمکو کې د غوره حاصلاتو ترڅنګ لازم کاري فرصتونه برابر شي .