۳۳٪ انسانان دسرطان له ګواښ سره مخ دي

 
JAMA o ncology مجله لیکي: څیړنې په ډاګه کوي، چې په وروستیو لسو کلونو کې دانسانانو ترمنځ دخبیثه ټومور پېښې زیاتې شوې دي.
څیړنه، چې په امریکا کې ډاکترانو بشپړه کړې ده زیاتوي: نږدې څلورمه برخه سړي او درېیمه برخه ښځې په ګرده نړۍ کې دخبیثه ټومور له ګواښ سره مخ دي. په ۲۰۱۵ ز کې ۱۷.۵ ملیونه امریکایانو کې  له څیړنې وروسته سرطان کشف شوی او ۸.۷ ملیونه امریکایان له سرطان څخه مړ شوي دي.
ډاکتران وايي: دسړیو ترمنځ د پروسټاټ، ستوني او سږو سرطان ډیر دی او دښځو ترمنځ بیا دسینې هغه دی، هر کال نږدې ۲.۴ ملیونه ښځې دهمدې سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ډاکتران وايي: د سرطان ببنسټیز لامل، چې اوسمهال یې انسانان او نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده، ککړه هوا،  ناپاک چاپیریال، پردې سربېره زموږ په ورځینو خوړو کې د یوشمېر پروټین راپیدا کېدل دي، چې پخوا نه وو.
په ۲۰۱۶ ز کې یو امریکايي راپور لیکلي وو، چې نږدې ۶۰٪ ښخې د سرطان له ستونزې سره مخ دي.