په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 
په کابل کې د اداری فساد سره د مبارزی نړیواله ورځ د افغانستان د اداری فساد پر وړاندې د مبارزی شبکی له خوا ولمانځل شوه، یاده لمانځ غونډه چې د حکومتی رسنیو په مرکز کې جوړه شوه وه زیات شمیر دولتی چارواکو، د بهرنیو هیوادونو سفارتونو، نړیوالو بنسټونو، د مدنی ټولنې استازو او یو شمیر زیاتو ځوانانو پکي ګډون کړي وو.
خان زمان امرخیل د یادې شبکی رئیس راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ اداری فساد سره مبارزه د هر افغان دنده وګڼله او ددی شومی پدیدی پر وړاندې نه دریدل یې یو لوی تاریخی مسئولیت یاد کړ.
د ولسمشر د ښې حکومتولی استازی ښاغلی احمد ضیاء مسعود هم د یادې لمانځ غونډې ویناوال وو هغه تر اداری فساد سیاسی فساد زیات د انديښنې وړ وبللو او دا یې د هیواد د سیاسیونو لوی مسئولیت یاد کړ.
په افغانستان کې د کونټر پارټ استازی هم د هر ډول ژمنی یادونه وکړه چې دوی به یې د افغانستان اداری فساد سره د مبارزی شبکی سره کوي تر څو دا ستره ستونزه په ګډه حل کړي.
د کلید ګروپ تنکیو اداء کارانو په خپل نمایش نامه کې د استخدام په پروسه کې اداری فساد ته پر ځای نیوکې وړاندې کړي، کوم چې نن بدبختانه ځینې لوړ پوړې چارواکې یې د خپلو خپلوانو د پاره کار وي.
د یادي غونډې وروستۍ برخه د مختلفو ادارو استازو له پنل څخه جوړه شوه چې په یاد پنل کې د اقتصاد، مخابراتو، ترانسپورت، لوی څارنوالی، د طرح او توحید برنامي استازی، د آسان خدمت استازې ګډون وکړ هر یو په خپل نوبت سره د اړوندو ادارو هغه برنامه چې په را روان کال کې یې د اداری فساد سره د مبارزی د پاره لری وړاندې کړي.
خو د مالیی وزارت او کانونو وزارت استازو زموږ بلنه په څو ځلی بلنه سره بیا هم قبوله نه کړه زموږ غوښتنه له دوی څخه د خپلو هغو برنامو یادول وو چې  د اداری فساد سره په مبارزه کې لری. بدبختانه په کانونو وزارت کې هیچا هم دا مسئولیت نه اخیستو چې غونډې ته راشی ځکه د دوی ټول معینان، رئیسان بهر ته په سفر تللی وو، او وزارت یې آمرینو او مدیرانو اداره کولو.
د اداری فساد سره د نړیوالې مبارزی ورځ لنانځ غونډه د خان زمان امرخیل په جمع بندې سره پای ته ورسیده.