۱ درد تر ټولو غوره ښوونکی دی.
۲ نجونې په مسخره کوونکو هلکانو زړونه ژر بایلي.
۳ ۶۰ ثانیې مسکا کولای شي سم له لاسه مو په حالت کې بدلون راولي.
۴ خپل اوسنی کار او حالت مو له نورو سره مه پرتله کوئ ځکه موږ خپل اړین وخت ته اړتیا لرو ترڅو خپل واټن طی کړو.
۵ د نجونو لپاره پوهېدل ستونزمن دي اما دا ورته ډېره آسانه ده، چې مینه وکړي او ژر مینې شي.
۶ خلک هغه وخت پیاوړي کېږي کله، چې ستونزې وویني.
۷ دا به تل دلیل لري، چې ته ځانګړو کسانو سره ګورې ځکه ته اړ یې تر څو ژوند ته د بدلون ورکړې یا ته هغه څوک یې کوم څوک، چې د هغوی ژوند ته بدلون ورکوي.
۸ که چېرې یوه کس له تاسو سره د ښوونځي په دوره مینه کړې وي، نو دوی اوس هم له تاسو سره مینه لري.
۹ صبر کړل زده کړئ! ځکه هر څه تل خپل وخت لري.
۱۰ له ویده کېدو وړاندې اوبه څښل کولای شي له تاسو سره ستاسو د خوبونو په یاد ساتلو کې مرسته وکړي.
۱۱ د هغه چا، چې یو ځل پښه ښويېدلې وي د بل ځل لپاره په ډېر پام ګام اخلي.
۱۲ که چېرې تاسو دا زده نه کړئ، چې څه ډول خپل احساساتو کابو کړئ، نو تاسو به هېڅکله ونه شئ کولای، چې خپل چلند مو کابو کړئ.
۱۳ هڅه وکړئ هره ورځ درې کسان وخندوئ! دا تر ټولو غوره او آسانه کار دی ترڅو له همدې لارې مو خپل باور او اعتماد مو پیاوړی کړئ او له نړۍ څخه یو غوره په زړه پورې ځای جوړ کړئ.
۱۴ کله مو، چې یوازې خبرې ودرلولې، نو ټوله ملګرتیا مو پای ته ورسېده.
محمداکبر حقملM Akbar haqmal
سرچینه=====Doctor ASKY Facts