د حل لارو په هکله فکر وکړئ!

 
دا مه هېروئ هغه څه به شئ، چې ډېری وخت د هغه په هکله فکر کوئ.
بریالي وګړي د ستونزو، سختیو او خنډونو په مقابل کې یو ډول فکر کوي، چې د حل لارې په نامه یې نوموئ شو.
بریالي وګړي ډېری وخت د حل لارو په هکله فکر کوي، تر څنګ یې بیا نابریالي وګړي ډېری وخت د ستونزو او سختیو په هکله فکر کوي.
د ستونزو حل کوونکي یا د حل لارې پالونکي وګړي تل د دې په هڅه کې وي، چې څنګه د ورپېښ شویو ستونزو لپاره د حل لارې پیدا کړي، خو ستونزې پالونکي یا نابریالي وګړي تل د خپلو ستونزو د هغه وګړو او هغه څیزونو په هکله فکر او خبرې کوي، چې د دغو ستونزو لامل شوي دي، غمونه او اندېښنې یې هم له دې ستونزو او بدمرغیو څخه دي.
له بلې خوا د حل لارې پالونکي وګړي یوازې دغه ساده پوښتنه له ځان څخه کوي، چې څنګه کولی شم دغه ستونزه حل کړم؟ بیا په عملي توګه د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کارېږي.
تل یو ډول خنډ ستاسو او د هر هغه څه تر منځ، چې غواړئ هغه ته ورسېږی شتون لري، په همدې سبب ځینې وخت بریالیتوب د ستونزو د حل د وړتیا په نوم نوموي.
د شخصیت روزل او مدیریت یعنې همدغه د ستونزو د حل وړتیا، ټول هغه نرینه او ښځینه وګړي، چې یو ځای ته رسېدلي، د ستونزو د حل وړتیا، چې د دوی او موخو تر منځ یې واقع شوې په خپل ځان کې روزلې او په همدې سبب یې بریالیتوب په برخه شوی دی.