جنرال قمر جاوید باجوه

 
دنړۍ په کچه  پاکستان  هغه  هېواد دی، چې پوځ یې  هېواد لري، له قانون پورته دی،  ددې پیچلي هېواد له زیږیدو راهسی پوځ  دهر څه واک لري، یا دکودتا له لارې  په واک کې وي او یا دسیاسي  ګوندونو له اختلافه ګټه پورته کوي او خپله خبره کوي.  ددې هېواد اساسي قانون وايي: ولسمشر  دوسلوالو ځواکونو  سراعلی قومندان دی، پوځ د ملکي حکومت تابع دی، خو دا ماده  تش په نوم ده، بلکې پوځ دهر څه واکمن دی.
په پاکستان کې ولسمشر د لومړي وزیر  په مشوره او سپارښتنه  لوی درستیز او د اردو نور مسوولین ټاکي، پردې سربېره د وسلوالو ځواکونو میاشتني لګښتونه  هم دولسمشر  صلاحیت دی، خو دپاکستان رښتیني واکمن  لوی درستیز وي.
ملکي حکومت کولای شي په ځینو سیمو کې له اردو مرسته وغواړي، که اردو کومې سیمې ته ولاړ ه شي هلته بیا اساسي قانون ځنډول کیږي او دپاکستان ستره محکمه  هلته بیا  هیڅ واک او رول نه لري.
په پاکستان کې اردو هڅه کړې ده، چې  دخپل سیاسي رول لپاره  قانوني چتر رامنځته کړي او دلیل یې دادی، چې دا اردو ده، چې پاکستان یې ژغولې شي، ځینو سیاستوالو د اردو له دې خبرې سره مخالفت کړی دی، خو دپاکستان سیاسي وضعیت دا ثابته کړې ده دا اردو ده، چې  هلته حکومت کوي.
دلته هڅه کوو، چې دپاکستان داردو دنوي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ژوند په اړه یو څو کرښې تورې کړو، تېره اونۍ دپاکستان ملکي حکومت  دجنرال راحیل شریف  ځایناستی جنرال قمر جاوید باجوه  دلوی درستیز په توګه وټاکه.
زوکړه او ژوند
قمر جاوید باجوه له  پلازمینې اسلام اباد څخه  ۱۴۰ کیلو میتره لرې، غارخر منډي کې زیږیدلی دی، نوموړي  خپلې نظامي زده کړې دکاناډا په ټورنټو تر لاسه کړې دي او دکلیفورنیا دسمندري ځواکونو پوهنځي  او داسلام اباد ملي دفاع  پوهنتون څخه فارغ شوی دی.
دندې
جنرال قمر جاوید دپاکستان په اردو کې نږدې ۳۵ کاله دنده تر سره کړې ده، وروستۍ هغه یې  دپوځ په مرکز کې دعمومي څارونکي/ مفتش ده، چې  د۲۰۱۵ ز سپټمبر کې یې پیل کړې وه.
دیادونې ده، چې جنرال راحیل شریف هم  له ستر درستیز وړاندې دا دنده ترسره کړې وه.
جنرال  قمر جاویدد ۲۰۱۳ ز داګسټ  پر ۱۴  دx قول اردو مسوول ټاکل شوی و، دا هغه سیمه ده، چې له هندوستان  سره د اوربند کرښه  ګڼل شوې ده.
د۲۰۱۶ ز د نومبر پر ۲۶ لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان دلوی درستیز په توګه غوره کړ، جنرال زبیر حیات، چې پخوا د پاکستان داتومي پروګرام  مسوول و، یادې څوکۍ ته کاندید و، خو نواز شریف  جاوید غوره کړ.
جنرال راحیل شریف درې کاله دپاکستان دلوی درستیز په توګه دنده ترسره کړه، اوس یې تقاعد واخیست، خو وزیرستان او قبایلي سیمې یې پر بله واړولې.
نظامي تجربه
دپاکستان داردو نوی مشر  دهغه ټولي  غړی دی، چې تر اوسه یې درې پخواني مشران دلوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي، دشنونکو دمالوماتو له مخې د لوی درستیز په توګه د قمر جاوید ټاکنه دومره کره نه وه ځکه نور کاندیدان له ده څخه  ډیر پیاوړي وو، خو لومړي وزیر  ځینې نور لاملونه په پام کې نیولي دي.
دامنیتي چارو کارپوه امتیاز ګل وايي: جنرال قمر جاوید ځکه وټاکل شو، چې نوموړی کولای شي د اردو او حکومت ترمنځ ترینګلې اړیکې یو څه راسمې کړي.
رویترز خبري اژانس دیوه وزیر له خولې لیکلي دي:
جنرال قمر جاوید دارام مزاج څښتن دی، ځانښودنه یې نه خوښیږي ، کېدای شي ځینې مهمې دوسیې ملکي حکومت ته پریږدي - افغانستان، کشمیر او اتومي پروګرام  هغه دوسیې دي، چې  ملکي حکومت یې په اړه دپریکړې او نظر هیڅ صلاحیت نه لري-  پردې سربېره جنرال قمر جاوید له رسنیو ځان ډډې ته ساتي ، دده سلف بیا درسنیو او مطبوعاتو ډیر شوقي وو.
کېدای شي دنواز شریف  اټکل دا وي، چې جنرال قمر  به رښتیني نظامي وي او له سیاست سره یې هیڅ لېوالتیا نشته.
دپاکستان په ډیری سیمو کې وضعیت پوځ کنترول کړی دی، ځکه دپاکستان پولیس دومره وړتیا نه لري، چې  وضعیت کنترول کړي ، پردې سربېره دپاکستان اردو په ډېرو برخو لکه سیمنټ، بوره، سیخ  .... کې پانګونه کړې ده، دبهرنۍ تګلار په برخه کې وروستۍ خبره اردو کوي، چې  دپاکستان هر ملکي حکومت د کمترۍ احساس کوي.
جنرال قمر جاوید  یو شمېر ستونزې  لري، چې تر ټولو مهمې یې له  کابل او نوي ډیلي سره کاواکه او ترینګلې اړیکې دي، پردې سربېره دپاکستان هره سیمه  نوره انفجار ته نږدې ده دا به وخت ثابته کړي، چې دا نوی جنرال له دې وضعیت سره څه کولای شي.

دپاکستان اردو په ۱۹۴۷ ز کې رامنځته شوې ده تر اوسه یې  له خپل تاریخي سیال هندوستان سره درې جګړې کړې دي، چې په ماته یې تمامې شوې دي، دا اردو دانقلابونو او کودتاوو اوږد تاریخ لري، چې وروستۍ کودتا یې  د۱۹۹۹ ز هغه ده، چې جنرال مشرف  داوسني لومړي نواز شریف  ملکي حکومت نسکور کړ او خپله یې ځان ولسمشر اعلان کړ.