په سپوږمۍ کې honeymoonپه لس زره ډالره دی.

 
په راتلونکو لسو کلونو کې به  هغه وګړي، چې تازه یې واده کړې وي  دوی به  کولای شي خپل Hone moon د شاتو میاشت په سپوږمۍ کې تېره کړي، مون اکسپریس شرکت مشر  وايي : موږ ددې چارې  درامنځته کولو په موخه  له CNBC شرکت سره خبرې کوو، چې داسی توغندي جوړ کړي، چې  مسافرین  سپوږمۍ ته ولیږدوي.
یاد شرکت به  پلان لري، چې په سپوږمۍ  دځینو معادنو پلټنه هم وکړي، همدا راز دوی پلان لري، چې هلته د هیلیوم ګاز هم ولټوي، پردې سربېره به دانسانانو دلیږد پروژه هم ولري.
دیاد شرکت  مشر جین وايي: په راتلونکو لسو کلونو کې به سپوږمۍ ته  لیږد / انتقال ډیر اسانه او ارزانه وي، ایله  ۱۰ زره ډالره  لګښت به ولري.
جین وايي: سپوږمۍ ته لومړني سفر ۲۵ ملیارډه ډالره لګښت درلود، چې ناسا پرې کړې و، راتلونکې کال به  یوازې ۷ ملیونه ډالره لګښت ولري.
دمون ایکسپریس شرکت بنسټګر وايي: لس کاله وروسته به  وګورو، چې یو سړی خپلې معشوقې ته په ګونډو شوې وي او ورڅخه به غواړي، چې راځه دشاتو میاشت په  سپوږمۍ کې تېره کړو.
دامریکا حکومت تېر دوبی ایکسپریس شرکت ته اجازه ورکړې ده، چې  راتلونکې کال سپوږمۍ ته خپل توغندی ولیږي او هلته دخصوصي سکتور لپاره د ورتګ زمېنه برابره کړي.