له شک پرته ښځه، چې هر څه وخوري پر جنسي حالت یې اغیز پریباسي، دا دښځې پر جنسي/ سکي هرمونونو، پر مغز او د انرژۍ پر کچه اغیز کوي، ځکه خو ښځی ته په کار ده، چې دښه جنسي حالت لپاره خواړه په ډېر دقت غوره کړي.
که ښځه چیرې دمتوازن غذايي رژیم په چوکاټ کې ځینې خواړه وخوري، نو ځانګړی ژوند به یې ور بدل کړي، که چیرې د ستړیا احساس کوئ، جنسي ځواک مو کمزوری شوې وي، نو په کار ده، چې لاندې خواړه وخورئ.
توت
دماښام له اړخه څو دانۍ توت کولای شي، چې تاسی ته انرژي در وبښي ، دا نباتي کیما ده، د جنسي ځواک د راپارولو لپاره تر ټولو غوره نسخه ده، لس دانۍ بسنه کوي، ډېر ژر به یې پر اغیز پوهه شئ.
بروکولي
بروکولي په پراخه کچه ویټامین C لري، دا مهمه نه ده، چې اومه وخوړل شي که پاخه، ویټامین سی کولای شي، چې دبدن غړو ته وینه په ډېر اسانۍ سره ورسوي.بروکولي جنسي حالت ته ښه خواړه دي، که له ماښامه له سلاد او غوښې سره یو ځای وخوړل شي ګټه به یې ډیره وي.
انځر
که چیرې غواړئ، چې مېړه مو ستاسی پر وړاندې کمزوری شي او د مقاومت ځواک له لاسه ورکړي، نو ددی لپاره د انځر خوړل اړین دي، دا کولای شي، چې تاسی دځوانۍ عمر ته ور وګرځوي. انځر کولای شي، چې جنسي ځواک مو زیات کړي، پنځه دانۍ انځر بسنه کوي.
هندواڼه
دا ډیره مشهوره ده، چې چاکلیت له جنسي لېوالتیا سره تړلی څیز دی ځکه داندروویناټ او سیروټونین لري، خو سره هندواڼه بیا په دې برخه کې لومړی مقام لري.
دا سمه ده، چې هندواڼه نږدې ۹۲٪ اوبه لري، خو پاتې ۸٪ بیا هغه غذايي ترکیب لري، چی دجنسي ځواک لپاره ګټور دی او دښځې او سړی جنسي ځواک راپارولی شي.
هګۍ
هګۍ، چې هر څنګه وخورئ، له ځانګړنو یې ګټه پورته کولای شي، ځکه پروټین لري، پردې سربېره ډېره کالري لري.