خراب فکر، خراب ژوند

 
د ځان انګېرنې په اړه په زړه پورې موندنه یا کشف شوی.
که چېرې ستاسو ځان انګېرنه د غلطو باورونو پر بنسټ د خپل ځان او خپل بهرني چاپېریال په اړه وي، نو تر هغه وخته، چې په دغو باورونو ولاړ یاستی نړۍ به مو همداسې وي.
احساسات، چلند او خوی به مو هم د همدغو غلطو عقیدو په شان وي، نو په دغه حالت کې ستاسو باورونه د خپل ځان په اړه تر ډېره بریده ځاني وي او ډېر کم به یې داسې وي، چې پر واقعیت پیل شي دغه باورونه د هغو معلوماتو پایله ده، چې د ژوند په ټولو برخو کې مو لاسته راوړي.
ستاسو باورونه د ماشومتوب له وخته د خپلو ملګرو، د ژوند چاپېریال، د لوستنې ډول، د مثبتو او منفي تجربو او په زرګونو داسې نورو لاملونو سره په اړیکه کې منځ ته راځي.
تر ټولو بد باور هغه دی، چې هیلې او موخې مو محدودې کړي، که چېرې خپل ځان په تېروتنه هم تړل شوی یا محدود وګنئ نو همدغه تړل کېدل یا محدودیت به مو په واقعیت بدل شي، او هغه وخت کولئ شي په ښه توګه عمل وکړي کله، چې د استعداد او تکړه توب له مخې کمزوري شئ.
د خپل باور او ځان انګېرنې محدودول ستاسو او ستاسو د ځلانده استعداد تر منځ یو لوی خنډ ګرځېدلی شي، نو هڅه وکړئ، له دغو باورونو څخه ځان وژغورئ تر څو ښکلی ژوند ولرئ.