طبیعي اړوند اړین خواړه وخورئ تر څو د مخ لکې مو له منځه ولاړې شي، که څه هم اوس یې بېلابېلې حل لارې شتون لري لکه د لېزر، د لکو ضد کریم او د لمر ضد کریم خو طبیعي درمل یې تر ټولو ارزښتمن او اړین دي.
۱ تروشې مستې وخورئ
۲ وربشې او یا د وربشو اوبه
۳ د لېمو اوبه
۴ آلوګان یا کچالو
۵ بادام
۶ آلو
یادې مېوې او خواړه د ډول ډول ویټامینو او پروتینو سرچینې دي، چې خوړل یې کولای شي د مخ لکې په بشپړه توګه له منځه یوسي.
د امېندوارې مېرمنې د مخ لکې:
د امېندوارې مېرمنې د مخ لکې په ډېری مېرمنو کې تر درېیو میاشتو پور عادي خبره ده او تر ډېره د درملنې اړتیا نشته. د اوږدمهاله لکو له منځه وړل اړین دي،
ډاکټر الو وايي د امېندوارۍ په وخت د استروژن او پروژسترون د هورمونونو د زیاتوالي له امله د اړوند کس په مخ کې لکې رامنځته کېږي.
دا لکې په اصطلاح کې د امېندوارۍ د ماسک یا کلوسما په نامه یادېږي.
ځینې وخت دا لکې پرته له درملنې له منځه ځي اما پاتې کېدونکې هم دي، چې درملنه یې بیا اړینه ده.
د له منځه وړلو لپاره یې باید طبیعي اړین او اړوند خواړه وخوړل شي او که د چا په خواړو باندې هم تسکین نه کېږي، نو بیا باید د لاندې ښودنې سره سم عمل وکړي؛
د لکو د له منځه وړلو بله لار د لېزر پواسیطه له منځه وړل دي. اړینه ده، چې وویل شي، که چېرې د لېزر تر څنګ د لکو ضد درملنه یا د لمر ضد درملنه ورسره وکارول شي نو ګټه به یې ډېره زیاته وي او د بیا نه را ګرځېدو لامل به یې شي. که چېرې د لېزر په واسیطه له منځه یوړل شي او ورسره د لمر او یا لکو ضد درملنه ونه کارول شي، نو د بیا را ګرځېدو امکان لري، نو اړینه ده، چې د لېزر تر څنګ باید یاد درمل هم وکارول شي.
محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal