
په خیبر پښتونخوا کې د مهاجرینو په ریاست کې د خپل وطن ګل وطن تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوه.
د مهاجرینو په ریاست کې د خپل وطن ګل وطن تر عنوان لاندې د مشاعرې پروګرام وشو چې پکې د مهاجرینو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالحمید جليلي، وکیل تجار ښاغلی ډاکټر میرویس یوسفزی، د مدیرانو شورای مشر او تکړه شاعر او لیکوال امان الله نصرت، وتلی شاعر او لیکوال پروفېسر اسير منګل،
خبريال او شاعر فضل قادر انډيوال، د متحدې شورای رئیس ښاغلي بریالی مياخېل، د علماوو شوری مشر مولوي علي دوست، د متحدې شوری مرستيال ملک غلام سخي، تکړه لیکوال او شاعر استاد فضل مولا تورکي، تکړه لیکوال او شاعر تحسین الله تحسین، ښکلی شاعر بهار وزیر صیب، د مهاجرینو د کېمپونو مشران صدر محمد اګل، حاجي ظریف خان ، له مختلفو ځايونو څخه خوږژبو شاعرانو او په ګڼ تعداد محصلینو ګډون درلود.
مشاعره د قران کریم به مبارکو ایتونو پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د مهاجرینو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالحمید جلیلي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته بې کړه چې له دغو غونډو څخه مو هدف په مهاجرینو کې د وطن روحیه ژوندی ساتل دي او دا کمپاین به جاری وي ، مونږ کوشش کوو چې د مهاجرینو ستونزې هوارې کړو.
ښاغلي جليلي وویل چې په دغو دریو میاشتو کې به د مهاجرینو ستونزې هوارې کړو او د خپل وطن ګل وطن کمپاین به جاري وي تر څو پورې چې ټولو کډوالو ته په افغانستان کې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړو او ټول کډوال هیواد ته ستانه شي .
ښاغلي جليلي زیاته کړه چې وطن د کډوالو نه پرته د پرمختګ له پلوه مکمل نه دی وطن تاسو ته ضرورت لري د خپل وطن په ابادۍ کې برخه واخلۍ.
ټولو راغليو ښاغليو او نومیالي شاعرانو د خپل وطن ګل وطن به موضوع ښکلي نظمونه او شعرونه وویل او د شعر په ژبه یې د وطن پالنې روحیه د کډوالو په زړونو کې د ژوندي ساتلو تاکید وکړ.
د غونډې د سټېج چارې د شاکر الله سباوون په غاړه وې او غونډه د مولوي علی دوست په دعایه پای ته ورسېده.