د نوموتي شاعر او سیاستوال غني خان شلم تلین په کابل کې ونمانځل شو



د پښتو ژبې د نوموتي نوښتګر شاعر او سیاستوال خان عبدالغني خان د شلم تلین په مناسبت پرون په کابل کې غونډه جوړه شوې وه چې د یوشمېر سیاستوالو ترڅنګ، له کوزې پښتونخوا هم مخور او د غني خان د کورنۍ غړي رابلل شوي وو.
د پښتو ژبې نوموتی شاعر، ادیب او سیاستوال او د عدم تشدد د سرلاري خان عبدالغفار خان زوی غني خان چې شعرونه یې د هېوادنۍ مینې له امله د لر و بر پښتنو ترمنځ ځانګړی ځای لري، د ډېرو افغانانو لپاره اشنا نوم دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې غني خان د افغانانو د درد ریښتینی ترجمان وباله او ویې ویل چې بهرنیو ژبو ته د هغه  د اثارو په ژباړلو سره باید د افغانانو مظلومیت نړیوالو ته روښانه شي.
د غني خان وراره اسفندیار ولي خان وویل، چې غنی خان په خپله شاعرۍ کې د ژوند ریښتینی انځور وړاندې کړی او له همدې امله به یې شعرونه تلپاتې وي.
د حامد کرزي د بنسټ رییس ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وویل، د غني خان پلار او د عدم تشد د مبارزې سرلاری عبدالغفار خان د افغانانو د یووالي او د امن لپاره له نیمایي زیات عمر د پاکستان په زندان کې تېر کړی دی.
په یاده غونډه کې دغه راز د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح او د ملي جبهې مشر ډاکټر انورالحق احدي خبرې وکړې او د غني پر ژوند یې رڼا واچوله.
غني خان په ۱۹۱۴ ز کال د کوزې پښتونخوا د اشنغر په نوم کلي کې وزیږېد او لومړنۍ زده کړې یې هم په خپله ټاټوبي کې وکړې، خو دهغه ځانګړي استعداد له مخې چې په شاعرۍ کې یې درلود، ډېر ژر شهرت ته ورسېد او شعرونه یې دعامو او خاصو د پام وړ وګرځېدل.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه