ډیری وخت داسی خبرې کوو، چې موږ ته عادي ښکاري، خو له بل اړخ سره زموږ پر اړیکو منفي اغیز پریباسي او برعکس بیا دا خبره کره او سمه ده. د ژوند له ملګري سره د ښو اړیکو په موخه ځینو کارپوهان لاندې سپارښتنې کوي، چې موږ یې هم خپلو لوستونکو ته ژباړه وړاندې کوو.
له کوروالي وړاندې دا مه وايئ:
هله ژر کوه، چې پنځه دقیقې وروسته زما د خوښې سریال پیلیږي.
دا مهال به دې مېړه غوسه، په بده سترګه به درته ګوري، ځکه هغه غواړي، چې تاسې ورسره په ارام ذهن او فکر بوخته شئ، باید دهغه په څېر احساس ولرئ، دا ډول یوه ناڅاپي خبره، چې ژر کوه سریال ګورم، مانا یې دا ده، چې سریال له مېړه مهم دی، دا به درته داسې ستونزې راوپنځوي، چې ستاسې په خیال کې به هم نه راګرځي، کېدای شي خبره تر طلاقه ورسیږي، په دې وخت کې مېړه له سریال مهم دی، کولای شئ، سریال بیا وګورئ.
ډالۍ خو راته واخلئ
ډالۍ راته واخلئ، کنه بیا درسره کوروالې نه کوم، ډیری ښځې کله داسې حماقت وکړي، چې بیا یې جبرانول اسانه نه وي، له تاسې سره یې واده د ډالۍ لپاره نه دی کړی، بلکې د کورنۍ د جوړیدو په موخه یې کړې دی، نو هیله ده، چې ورځچارې مه اوسه، دخپل مېړه او کورنۍ درناوی او خیال ساتئ.
لومړی غواړم، تشناب ته ولاړه شمه.
که تاسې رښتیا هم تشناب ته اړتیا لري، مېړه به مو داسی احساس وکړي، چې تاسې ورته پلمه کوئ او ورڅخه تښتئ، نو غوره ده، چې تشناب ته تګ یو څه وځنډوئ.
له کوروالي وروسته دا مه وایئ:
ته خو ډېر تیز وې.
ځینې سړي داسې وي، چې ژر خلاصیږي، ښځې نه شي کولای، چې ځان ورپسې ورسوي، دا یې وخت نه دی، چې دا ستونزه ورسره شریکه کړئ، داخبره یو مناسب وخت ته وساتئ، سړی سړی وي، سپکاوی نه شي زغملې.
غواړم، چې اوس ولاړه شم، مور مې غواړي.
دا به د دې مانا ولري، چې تاسې له خپل مېړه سره مېنه نه لرئ، ورڅخه تښتئ او پلمه لټوئ.