د ملحد ځواب  لړۍ- ۵/ موږ کوم لور ته روان يو زموږ منزل څه دي

 
اخر موږ کوم لور ته روان یو زموږ منزل څه دی
کله مو پام کړی؟
څومره چي د انسانيت په نوم مؤسیسی دلته راغلي (humanism) انساني محبت نعره وهونکي چي څومره زیات شول هومره انسانیت مړ شو 
ایا کله مو پام کړی؟
څومره چي دیموکراسۍ زیاتیږي هومره انسانیت له مينځه ځي اخر دا ولې؟
څومره چي وطن کي د ښځو لباس سپکیږی هومره د ښځو پر خلاف جنسي تیري زياتيږي
څومره چي د موادی مخدر په ضد کمپاين زياتيږي مواد هم زیاتیږي
څومره چي امنیتي اداري جوړيږي امنیت له مينځه ځي
څومره چی د وطن وطن نعره وهونکي زیات شو وطن نور هم چور کیږي
څومره چي د غلا خلاف قانون جوړیږی غلا نوره هم زياتيږي
دا ولې؟
علت څه دی؟
علت دا دی یو غل نه هم عام میدان کي لاس پری نشو یو زانی هم په دورو ونه وهلي شو ، د خداي په ځمکه د خداي نظام چلیدی شی بس. 
دی وطن کي اسلامي حدود نشته د امیر معاويه په دور کي ۲۴ ساعتو لپاره ټول بازارونه خلاص پریښودل شول خلک ورنه کورونو ته لاړل د امیر معاويه رضي الله تعالې عنه امر وو پس له ۲۴ ساعتونو امیر واليانو ته حکم کوي راپور راکړی د واليانو نفر راپور راوړی چی له افغانستان نه پنځه چنده هم زیات لوي مملکت کي غلا نه ده شوی 
نن فکر وکړی چي که کابل کي دا عمل وشي ایا کوم دوکان به پاتي شی؟؟؟ حاکم هغه دی چی د خلکو په زړونو حکومت وکړی سلاح امن نشي راوستې لکونه میله سلاح راروانه ده امن نشته د صحابه کرامو دور کي به دري یا څلورو نفرو د پادشاهانو ځوابونه ويلي نن اردو زیاته شوه دولت ضد فعالیت هم زیات شو
ورونو کله مو پام کړی چی موږ کوم منزل ته روان یو څومره چي د امن مؤسیسی دی ټولې د آمریکا په کومک کار کوي او خپله آمریکا کي انسانیت په حیوانیت بدل شوي
(Washington Post )
۱ - آمریکای مجلي په ²۰۱۴ کي ليکلي وو چي نیو یارک کي کله چي فقط د یوی دقیقې لپاره برق لاړو نو د یو ملیارد ډالرو نه زياته غلا ثبت شوه 
۲ - او ایمنسټي انټر نيشنل واي ټولو نه زیات زنا بالجبر هم په امریکا کي کیږی
۳ - نیږدی ټولو نه زیاته شرحه د خودکشی په آمریکا کي ده
ای زما مظلومو وطنوالو دغه امریکا کوم انسانیت موږ کي راوستل غواړي؟ حال دا چي د نړي ستر بریدګر او تیري کونکي هیواد دی
کله مو پام کړی ، چي د عصري علومو راتلو سره موږ انساني حالت نه پاتي شو دا ولې؟ 
ځکه موږ عصري علوم وایو خو الهي علومو نه نا خبره یو
خلکو کله مو پام کړی؟
څلويښت کاله مخکي تاریخ وګورۍ، په پوره ولسوالي کي به چی یو قتل وشو نو ټوله دنیا به حیرانه شوه چی قتل شوي ولایت مقام به په منډې شو نن زرګونه خلک وژل کيږي موږ کي احساس ختم شو،، کلی کلي کي اور بل دی همسايه مو رانه خبر نه دی ایا کله مو پام کړی چی دا ولې؟
 (what is Democracy?)
ډیموکراسي غوښتونکې ددی د ناولې بنسټ نه خبر نه دی ایا دغه سپک نظام د انسانیت لپاره قدر وړ دی آيا ددی نظام تسلط کي راګير هيوادونو نه خبر یاست چی انسانیت یی کومي کندی ته غورځولې؟
د ډيموکراسي او سیکولرازم حامی ټولو هيوادنو کي انسانیت يوازي ځناور سره د ځناورو په شاند ژوند تیرول دی دغه د مور او پلار قدر نشته انسانیت هره ورځ هلته نیلام دی قدر منو زه خپله د خپلو سترګو ليدلي حال درته وایم قسم په رب دغه د کلي ماښام چی اولاد او ښځه مو د مور او پلار په څنک کي ناست ډوډی خوري ددی په ارمان به شي
انسان هلته یو ماشيني اله ده چي باید شپه او ورځ کار وکړی که کار ونه کړی ډوډی نشته
ددیموکراسى حيواني قانون بنسټ دی چې قانون به ځمکني وي او دآسمان قانون دقبول وړنه دی
او الله پاک فرمایي
إِنَّ الدینَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَم 
ایا دا چی موږ اسماني نظام نه منونکي شو نو موږ به مجرمان نه یو؟ 
ایا حقيقي دین نه قبلول ګناه نه ده؟
ایا د الله نظام ته سپک کتل به زموږ د تباهي ذریعه نشي؟
قُلْ إِنِّى عَلٰى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَكَذَّبْتُم بِهِۦ ۚ مَا عِندِى مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِۦٓ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ الْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْفٰصِلِينَ
ووايه: زه د خپل رب له لوري څخه پر يو روښانه دليل ولاړ يم او تاسي هغه درواغ ګڼلى دى. اوس زما په واك کښي هغه څه نشته چي د هغو لپاره تاسي تلوار نيولې ياست. د فېصلې ټول واك د الله دى، هماغه حق بيانوي او هماغه ډېر ښه فېصله كوونكى دى.
قدر منو ورونو لګ بيدار شي حقيقت داده چی موږ د الله نظام ته چي څومره په سپکه ګورو نو ورځ تر بله به په دی ناوړه حالاتوكې راګیریږو
که کوم ورونه دا سوال وکړی چی ولې بعضي هيوادونو کي سره د کفري نظام هم امن دی؟
د هغوي ځواب دا دی چی موږ هغه خلک یو چي د خداي له نظام نه خبر یو بیا يي هم نه منو او هغه خلک نا خبره دی د اسلام نوم یی اوريدلي خو د خپلو خواهشاتو له وجي یی منلی نه دی د هغوی فیصله په همدی شوي اخرت کي يي برخه نشته.
او دويمه خبره دا چي يوازي ظاهري نا امنی عذاب نه دی بلکه د زړونو نا آرامه کیدل تر هر څه خطرناک دی
موږ ته پکار دی د الله د نظام راوستلو کوښښ وکړو تر څو نورو عذابونو سره مخ نشو
کله مو دی خبري ته پام کړی انسان ته د خپل اولاد غلطي ډیره زور ورکي د بل چا د اولاد نه ولې چي خپل اولاد يي ډير واري غلطي نه منع کړی وي 
همداسي الله پاک ته خپل مسلمان ډير ګران دی او د علماؤ په ذریعه یی خپل مسلمان بنده له غلطي نه منعه کړی خو بیا هم چی دغه مسلمان د الله د لاري نه مخ اړوي نو ضرور به پریشانۍ سره مخ کيږي
الله دی نور موږ ته سالم فکر نصیب کي