له ټیلفون مو شخصیت مالومیږي

 
څیړنې وايي: هغه کسان، چې اندرویډ کاروي، دوی دهغو په پرتله، چې ایفون کاروي صادقه او عاجزه وي، خو ایفون کارونکي بیا دهر نوي څیز له تجربې سره لېوالتیا لري.
دلینکولن او لانکسټر پوهنتونونو څیړونکو په شریکه په دې اړه یو څېړنه کړې ده، چې د ټیلفون له مخې دانسان شخصیت مالوم کړي، دوی وايي: موږ، چې له سلګونو انسانانو سره خبرې کړې دي او څیړنې مو کړې دي دا راته مالومه شوې ده، چې اندروید ټیلفون هغه کسان کاروي، چې عمرونه یې ډیر وي، ډیری نارینه دا کاروي، بله ځانګړنه یې صداقت او عاجزي ده، بله  دپاموړ خبره داده، چې د دوی دنورو انسانانو په حساب دشخصي ګټې په کیسه کې نه وي، د پیسو زیرمه کولو او منصب په اړه دومره جدي نه وي. په بله مانا ساده ژوند خوښوي.
څیړونکي بیا دایفون په اړه بیا وايي: د کم عمر انسانان بیا ایفون کاروي، چې ډیری یې ښځینه وي، دوی بیا دهغو ټیلفونونو( ډول) په اړه دومره اندېښنه نه لري، چې نور یې کاروي.
څیړونکي وايي: دا دخپل لومړنۍ څېړنه ده، چې په دې اړه کیږي، دایفون او اندروید ټیلفون کارونکو ترمنځ جوت توپیرونه شته او په ځینو برخو کې بیا سره ورته والی لري.
ایفون کارونکي بیا دومره رښتیني نه وي، یو ډول کبر پسې اخستې وي، دغبرګون کچه یې نه مالومیږي دښځو لور ته ډېر میلان لري.