د جرمونو په کشف کې د وینو د څاڅکو ارزښت


په ساده ډول د (ډي این ای) تجزیې دا اسانه کړې ده، چې د وینو د څاڅکو ارزښت د جرمونو په کشف او پېژندنه کې مرسته وکړي. وینه د مایعاتو په تخنیکي او حرفوي برخه کې د یو اصل په توګه تر مطالعې لاندې نیول کېږي او دا په څېړنه کې خورا مرسته کوونکی او مهم توکی دی. ځېنې څاڅکي د ځانګړو خصوصیاتو له مخې د وینو د څاڅکو د تجزیې په برخه کې د ځانګړو اصولو له مخې مطالعه کېږي. په بشپړه توګه د دې برخې مطالعه کلونه تجربو، ټرېننګونو او تمرین ته اړتیا لري ، تر څو په دې برخه کې پرمختګ وشي او د وینې د تجزیې راپور ولیکل شي. د هر جرم څېړونکی، سیرالوجسټ او د (ډي این ای) ماهرین له لنډو کورسونو او ورکشاپونو ګټه پورته کوي ، تر څو دوی سره د وینې په وسیله د جرمونو په کشف کې مرسته وکړي. ساینس پوهان اشاره کوي، چې د وینو ځېنې څاڅکي د دې په تشریح کې ګډون لري، چې د اندازې، شکل و ویش په وسیله مختلف مېکانیزمونه کشف او پېدا کړي. لکه د ټوپک ډز، د وینې زړښت او د مختلف زخمونه د وینې په وسیله موندل کېدای شي. ځېنې وختونه د وینې په وسیله د جرمونو ټولې برخې نه روښانه کېږي او د وینې ماهرین هڅه کوي د وینې په وسیله د جرمونو طریقې او لارې چارې په عکسونو ، نوټونو او فوټوګرافونو کې خلکوته وښیي ، تر څو خلک وپوهېږي، چې حقیقي صحنه ننداره کوي. په سملاسي ډول د یوې پېښې د صحنې د مهار کولو او ښودلو لپاره ماهرین هغه په عکسونو او نوټونو کې ترتیبوي او خلکو ته دا ذهنیت ورکوي ، چې پېښه په رښتینې معنی ویني. یوه بله د پام وړ خبره دا چې د پېښې په ساحه کې د پېښې صحنه کشي په وینو د لړل شوې کوټې چت، د مرګ او مړینې پرمهال د ځانګړو غوښو او پوستکو او د مړ شوي شخص د جامو څخه کېږي. د وینې هغه څاڅکي ، چې په چت کې نښتي وي، هغه د پېښې موقیعت مشخص او معلوموي. ځېنې وختونه قاتل یا د پېښې عامل له پېښې وروسته ساحه پاکوي، دا پاکوالی د جارو او یاهم اسفنج په وسیله صورت نیسي. جامې او لباس د پېښې د ځای په معلومولو کې ښه مدرک دی. سربېره پردې په وینو د ککړو شوو لاسونو ، د ګوتو د خاپونو څخه هم ښه ثبوت موندل کېدای شي . همدرانګه هغه جامې چې ابي رنګ ولري د وینې په وسیله خړې اوړي او وینه پرې بیا توره برېښي. کله چې یوه مشکوکه ټوټه (کپړه) معاینه کېږي، دا ډېره مهمه ده، چې په هغې باندې فکر وشي ، چې تورې ټوټې یا رختونه ستونزې او مشکلات رامنځته کوي، دا د وینې څاڅکي ناممکن کوي، چې وپېژندل شي. د دې ستونزې د حل لپاره بیا د قضیو څېړونکي، د روښنایۍ قرمزي سرچینې یا ګروپونه کاروي. او دا چاره ښایي د دې سبب شي چې تور رخت یا ټوټه روښانه خړه وښیي او د وینې څاڅکي ښایي تور وښودل شي. د شپې عینکې هم کولی شي، چې تیاره لباسونو لپاره وکارول شي او د وینو لکې بیا د نقره یې مارکر قلم په وسیله کړۍ یا حلقه کېږي. ځېنې وختونه کوچني لاسي برقونه د کمرې، کمپیوټر او یا هم په مارکېټونو کې مرسته کوي ، چې په تیاره او تورو رختونوکې وینه پېدا او معلومه کړي. د وینې څاڅکي د سند په توګه باید ډېر‎په احتیاط سره وکارول شي. د متضرر شخص او یا هم د مشکوک شخص پوستکي او جامې کولی شي ، چې څېړونکو لپاره ډېر ثبوتونه او چارې برابرې کړي. لومړني پېژندونکي او ابتدایي درسونه او کلاسونه کولی شي ، چې د څېړونکوسره د وینې په وسیله د جرمونو د کشف او د صحنه کشۍ په برخه کې ښه سند په لاس ورکړي ، تر څو د همدې لارې د ډي این ای تجزیه هم انتخاب او په ګوته شي. د ډي این ای ویشونکي او تجزیه کوونکي دا موقع لري ،چې په لنډ مهالو کورسونو او کلاسونو سره د وینې د داغونو د تجزیې په برخه کې ازمایښتي ټاکنې یا انتخابونه ولري. د ساینس پوهانو ګروپونه د وینې د داغونو د شالید یا پس منظر په برخه کې یوه مهمه سرچینه ده، چې هغه کولی شي د دې برخې څېړونکي د ساینسي لابراتوارونو سره ونښلوي او مواد ورته برابرکړي او د وینې مطابق د هغوی غوښتنوته مثبت ځواب ووایي.