دانرژۍ لرونکو څښاک په اړه ډیر روغتیايي مالومات خپاره شوي، خو یو شمېر یې هره ورځ په منظمه توګه څښي، چې بدن ته ګټه رسوي او انرژي ورکوي.
په عامه توګه موږ ددې انرژي لرونکو مشروباتو لکه ریډ بال په رښتیني اغیز نه پوهیږو ،چې زموږ پر بدن څه کوي. په لاندې کرښو کې به وګورئ، چې انرژي لرونکي څښاک په مرحله واره بڼه دانسان پر بدن کوم اغیز پریباسي. لس دقیقې وروسته، دوه ساعته وروسته ان ۱۲ ورځې وروسته څه کیږي.
دریډبال په اړه څېړنه هغه وخت خپره شوه، چې څو اونۍ وړاندې یو څیړنې وښودله، چې انرژي لرونکي څښاک او مشروبات دځوانانو پر مغز او دماغ هغه ډول اغیز پرییاسي لکه الکول او شراب یې ،چې پریباسي.
اوس به وګورئ، چې یو بوتل انرژۍ لرونکي څښاک په لومړیو دولسو ورځو کې څه کوي؟ او اغیز یې څه دی؟
۱- دریډبول او نورو دیوه بوتل له څښاک لس دقیقې، کافیین دوینې جریان ته ننوځي او په مقابل کې یې د زړه او وینې ضربان ډیریږي.
۲- د ۱۵- ۴۵ دقیقو ترمنځ: که چیرې یو بوتل ژر وڅښئ ۱۵ دقیقې به احساس کړئ، چې انرژي مو اخستې ده، سر به مو ښه ګرم وي. که چیرې همدا کس یاد ریډبال او یا نور انرژي لرونکو مواد سوکه سوکه وڅښي نو ۴۵ دقیقې وروسته به پوه شي.
۳- د۳۰- ۵۰ دقیقو ترمنځ: بدن مو ټول کافیین جذبوي، دوینې فشار مو لوړیږي، دسترګو ګاټي مو راوځي، ځیکر دغبرګون په توګه د وینې جریان ته ډیر شکر لیږدوي، دا مهال مو دخوب د له منځه وړلو په موخه دماغ ته اډینوزین نه رسیږي، ځکه نو په وینه کې شکر ډیریږي، ځیکر هم ورته سپارښتنه مني، شکر پر غوړ بدلیږي.
یو ساعت وروسته: دا مهال نو بدن د شکر د له منځه وړلو له تجربې سره مخ کیږي، کافیین په تدریجي توګه له منځه ځي، په پای کې سړی د ستړیا احساس کوي، بې سېکه وي. بدن ټولې اوبه د تشو بولو( میتازو) له لارې خارجوي.
۴- د۵- ۶ ساعتونو وروسته : په بدن کې د کافیین کچه نیمايي ته راټیټیږي، هغه مېرمنې، چې دحمل دمخنیوي درمل خوري دا پروسه لس ساعته وخت په بر کې نیسي، چې کافیین یې نیمايي ته راټیټ شي.
۵- ۱۲ ساعته وروسته : دا هغه موده، چې د ډیرو کسانو دوینې جریان په کې کافیین له لاسه ورکوي، ددی پروسې سرعت له مختلفو لاملونو سره تړاو لري.
۶- ۱۲- ۲۴ ساعتونو وروسته : دکافیین له ترلاسه کولو یوه ورځ وروسته به مو مزاج یو دم بدل شي، که چیرې تاسې هره ورځ په منظمه توګه ریډ بال یا نور انرژي لرونکي څښاک تر لاسه کوئ، دا مهال به سمدلاسه د سردرد، ستړیا او قبضیت احساس وکړئ
له ۷- ۱۲ ورځو وروسته : دڅیړنو له مخې دا هغه موده ده، چې دانسان بدن په کې دیو غړپ کافیین دڅښلو وړتیا تر لاسه کولای شي، له دی وروسته سړی د انرژي لرونکو څښاک معتاد روږدی شي او بیا د کافیینو او انرژۍ اغیز نه حسوي.