ایا پوهیږئ، چې دکټوې مصاله، چې ځینې ډیرې ترخې هم دي، دانسان روغتیا ته څه ګټه رسوي؟ ډیری مصالې پریمانه ویټامین لري، په ځانګړې توګه ویټامین سي، چې دانسان روغتیا ته لاندې ګټې رسوي:
۱- د زکام او انفلونزا مخه نیسي، دانسان دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، ډیری میکروب له منځه وړي.
۲- غذايي رژیم : دا مصالې د زړه د ضربان د زیاتیدو له لارې د غذايي رژیم پروسه تنظیموي، پردې سربېره دانسان دبدن تودوخه ډیروي، چې د وزن دکمیدو لامل ګرځي.
۳- تنفسي سیستم پاکوي: دا مصالې دتنفسي سیستم بند جریانونه خلاصوي، پردې سربېره د پوزې او دماغ په ځینو برخه کې کلک شوي مواد لکه ګړنګ اوبه کوي، زیات بلغم له منځه وړي.
۴- وزن کموي: دا مصالې که په منظمه توګه وخوړل شي، دکالري دسوځیدو په پایله کې وزن له منځه وړي.
۵- دبندونو درد کموي: کرکمند له هغو مصالو څخه دی، چې د کرکمین په نوم مواد لري، چې دبندونو د درد په کمیدو کې مهم رول لري.