د ځوان پاتې کېدو راز

 
ژباړن: عطا محمد میاخېل
   هو سمه ده ! یو متل وایي: هېڅوک ځوان نه پاتې کېږي. سړی په هماغه عمر کې دی، چې حس کوي یې. کله وخت داسې احساس کوو، چې په څو اوونیو کې د څو کلونو په کچه  زاړه شوي یو.
  بشر له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې د ځوانۍ د سرچینې په لټه کې دی. د روم په امپراطورۍ کې د خلکو منځنی عمر دوه ویشت کاله و. دا کچه د شلمې پېړۍ په پیل کې اووه څلوېښت کاله وه  او دم ګړۍ منځنی عمر د اویا او اتیا کلونو ترمنځ دی، خو یوازې عمر معیار نه دی، د ژوند کیفیت هم د ارزښت وړ دی. البته که چېرې د هغه له پاره ډېر وخت تېرو کړو ! دا امر د دې سبب ګرځي، چې څېړونکي او پوهان په طب کې د پرمختګ له پاره پرله پسې هڅې وکړي.
ورزش؛ د ژوند لومړی رکن:  
  موږ خپله د ځانګړو تګلارو په لرلو سره د  خپل بیولوژیکي ساعت له نسبي بېرته شاته را ګرځېدو څخه خبریو. یوه له دې تګلارو څخه د ځوان پاتې کېدو له پاره د تناسب ساتنه ده، چې درې رکنونه لري:
ـــ ورزش
ـــ تغذیه
ـــ د ذهني ځواک د نوښت له پاره تمرین
 البته دې موخې ته رسېدل، په سمه توګه او همغږۍ سره د دې ټولو ترسره کېدل ممکن دي.
  په ورزش کولو سره د وینې سپین کرویات زیاتېږي، له ورزش څخه لنډه موده وروسته د یادو کرویاتو شمېر له عادي حالت څخه درې تر پنځه برابره زیاتېږي، له دې لارې د وینې ټولې جوړونکې اجزاوې، چې له بکتریاوو سره د مقابلې دنده په غاړه لري، ډېرښت مومي. له سخت ورزش څخه وروسته، ستاسو د بدن متابولېږم  تر یوې مودې پورې او کله وخت تر دوو ورځو پورې رسېږي او لوړ ځي. دا د سوځېدو او جوړېدو ډېرښت، ستاسو د بدن له پاره ډېر ګټور دی. تر ټولو غوره پایله هغه مهال تر لاسه کېدای شي، چې د ورزشي فعالیتونو له لارې سوځېدل ( په اوونۍ کې ۳۱۰۰ کالوري ) او د امکان په صورت کې، د سختو ورزشونو په ترسره کولو سره، په اوونۍ کې ۳۵۰۰ کیلو کالوري انرژي مصرفېږي.
سمه تغذیه؛ د ژوند دویم رکن:
  پرله پسې څېړنو ثابته کړې، څوک چې په قصدي ډول خواړه خوري، د اوږده عمر له لرلو څخه برخمن دی. په دې برخه کې د ویټامینو له رول څخه سترګې نه شي پټېدلای او ثابته شوې، چې د ویټامینونو کمښت د نورو خوړنیزو توکو په پرتله د بدن په دفاعي ځواک باندې اغېز کوي. په وروستۍ لسیزه کې د ویټامینو د ارزښت په اړه د څېړنې په سیمه کې انقلاب را منځته شوی او تردې دمه یوازې په دې موضوع باندې خبرې کېږي، چې د ویټامینونو کمښت په بدن کې کومې بې نظمۍ را منځته کوي. خو اوس دا ثابته شوې، چې ویټامینونه کولای شي، بدن له ډېرو ناروغیو څخه خوندي وساتي.
ذهني نظم؛ د ژوند درېیم رکن:
  زموږ مغز د انرژۍ د مصرف اصلي سرچینه ده، سره له دې چې زموږ د وزن دوه یا درې سلنه برخت تشکیلوي، خو د جذب شوي اکسیجن شل سلنه برخه د بدن د همدې غړي له خوا مصرفېږي. د انسان مغز له سل میلیونو عصبي حجرو ( ژونکو ) څخه تشکیل شوی دی، چې له یوه کمپیوټر څخه په څو واره د ډېر کار د ترسره کولو وړتیا لري. مغز زموږ د ژوند په اوږدو کې، کولای شي، میلیونونه انځورونه، شمېرې، شعرونه، خاطرې له ځان سره وساتي. زموږ لنډ مهالې حافظه کولای شي، د پنځه ویشت ثانیو په لړ کې، په بشپړه توګه اووه بېلا بېلې موضوع ګانې له ځانه سره ثبت کړي.
  مغز د رازونو او فکر یو حیرانوونکی ماشین دی، که چېرې دا ماشین ودرېږي، که چېرې دا ماشین کم کار وکړي او یا هېڅ کار ونه کړي، نو زنګ نیسي.